د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

د ایران مشر د 'بسیج ملېشه ځواکونو' هڅې وستایلې


د ایران مشر د خپلو لوړپوړو نظامي چارواکو سره
د ایران مشر د خپلو لوړپوړو نظامي چارواکو سره

د ایران مشر په دغه هېواد کې د روانو اعتراضونو پر مهال د بسیج ملېشه ځواکونو هڅې وستایلې.

د ایران مشر ایت اله علي خامنه اي د شنبې په ورځ وویل، چې بسیج ځواکونو د روانو بلواوو په وړاندې خپل ژوند قرباني کړی دی.

په ایران کې دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوې ځوانې مېرمنې چې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

د مهسا امیني پلویان وايي، هغې د پولیسو شکنجې او زورزیاتي په نتیجه کې ساه ورکړې ده، هغه څه چې د ایران پولیس یې نه تاییدوي.

بسیج ځواکونه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه برخه ده چې د حکومت له خوا د اعتراض کوونکو د ځپلو په لومړۍ کرښه کې دي.

د ایران رهبر ایت اله علي خامنه اي په خپله وینا کې چې له دولتي تلوېزیون خپره شوه ویلي، بسیج ځواکونو د ده په وینا له بلواګرو د خلکو د خوندیتوب لپاره خپل ژوند قرباني کړی دی.

په ایران کې د روانو لاریونونو یوه څنډه
په ایران کې د روانو لاریونونو یوه څنډه

بلخوا په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو ټولنې ویلي، چې په ایران کې تر پرون جمعې پورې د اعتراضونو پر مهال د مړو شمېر لږ تر لږه ۴۴۸ ته زیات شوی دی.

د هرانا بشري حقونو بنسټ د راپور له مخې، په ایران کې د اعتراضونو له پیله تر تېرې جمعې د مړو شمېر ۴۴۸ ته رسېدلی چې ۶۳ په کې ماشومان دي.

د ازادۍ راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو دغې ټولنې ویلي، تر جمعې پورې لږ تر لږه ۱۸زره او ۱۷۰ اعتراض کوونکي نیول شوي او د حکومت ضد اعتراضونه د ایران ۱۵۶ ښارونو ته پراخ شوي دي.

د هرانا په نوم د بشري حقونو بنسټ راپور وايي، ۱۴۳ پوهنتونونه هم له سپټمبر میاشتې راهیسې د محصلانو د اعتراضونو په صحنو بدل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره پنجشنبه په ورځ د یوې ځانګړې غونډې پر مهال په ایران کې له بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تړاو یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د پرېکړه لیک له مخې په ایران کې د اعتراضونو د ځپلو د څېړنې لپاره یو نړیوال هیئت جوړېږي، چې کار به یې په ایران کې د اعتراضونو له پیله له بشري حقونو د سرغړونې د موضوع څېړل وي، چې د عاملانو او امر ورکوونکو نقش به مستند کېږي.

XS
SM
MD
LG