د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

ايران کې د حکومت ضد معترضانو د درې ورځني اعتصاب غوښتنه کړې


ايران کې لاريونونه
ايران کې لاريونونه

د ایران د حکومت ضد معترضانو په روانه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د درې ورځني اعتصاب او د چهارشنبې په ورځ د پلازمېنې تهران د ازادۍ چوک پر لور د لاریون غوښتنه کړې.

د دې اعتصاب غوښتنه په هغو پوستونو کې شوې چې پر ټویټر خپاره شوي او رویټرز خبري اژانس یې راپور ورکړی.

د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته دا د حکومت پر ضد تر ټولو پراخ اعتراضونه دي.

په تېرو څو اونیو کې د اعتراضونو لپاره ورته غوښتنې شوې وې چې په نتیجه کې یې ګڼ خلک مظاهرو ته راووتل او د ایران وضعیت کړکېچن شو.

د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته دا د حکومت پر ضد تر ټولو پراخ اعتراضونه دي.

په دې اعتراضونو کې د فعالانو د خبري اژانس هرانا HRANA د راپور له‌مخې د شنبې تر ورځې پورې د ۶۴ ماشومانو په ګډون ۴۷۰ معترضان او ۶۱ تنه امنیتي پرسونل وژل شوي او همدا راز ۱۸۲۱۰ معترضان نیول شوي دي.

ايراني پوليس چې د لاريونوالو څارنه کوي.
ايراني پوليس چې د لاريونوالو څارنه کوي.

په ایران کې دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د مهسا امیني په نوم یوه پېغله د پوره حجاب د نه مراعاتولو په پلمه د ایران د امربالمعروف پولیسو یا ګشت ارشاد د کسانو ل‌ خوا ونیول شوه او د سپتمبر په ۱۶مه یې په توقیف کې سا ورکړه.

په همدې حال کې په هغو پوستونو کې چې پر ټولنیزو شبکو او د شاروغ په څېر په ځینو ورځپاڼو کې خپاره شوي راغلي دي چې، په تېرو څو اونیو کې په واټونو کې د ګشت ارشاد پولیس لږ لیدل کېږي ځکه چارواکي احتمالا هڅه کوي چې د نورو اعتراضونو د پارولو مخه ونیسي.

د شنبې په ورځ د ایران لوی څارنوال وویل چې د ګشت ارشاد پولیسو تشکیل منحل شوی دی.

د ایران د کارګرانو خبري اژانس د جعفر منتظري له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، دا پولیس هغې ادارې منحل کړل چې رامنځته کړي یې وو.

خو د کورنیو چارو وزارت چې دا پولیس یې په تشکیل کې شامل دي تر اوسه په دې اړه د منتظري خبره نه ده تایید کړې.

همداراز د ایران دولتي رسنیو ویلي دي چې، لوی څارنوال د دې ځواک د ادارې مسوول نه‌دی.

ایراني چارواکو په وار وار دا خبره کړې چې تهران به د تېرو یوولسو اونیو له اعتراضونو سره سره د حجاب په برخه کې د اسلامي دولت اصول بدل نه‌کړي.

XS
SM
MD
LG