د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

د پاکستان پوځ افغانستان ته له اشارې سره؛ " د ترهګرو د ختمولو لپاره تر ممکنه حده مخته تلی شوو"


د پاکستان د تحریک طالبان یا ټي ټي پي ډله چې دغه هېواد یې افغان خاوره کې د موجودیت او فعالیت ادعا لري
د پاکستان د تحریک طالبان یا ټي ټي پي ډله چې دغه هېواد یې افغان خاوره کې د موجودیت او فعالیت ادعا لري

د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره تر هر ممکن حده پورې مخته تللی شي.

د پوځ ویاند جنرال احمد شریف پرون دوشنبه د مې اوومه په یوه خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د پاکستان له مکررو اعتراضونو سره سره د ترهګرۍ په وړاندې ګام نه دی پورته کړی.

" د پوځ مشر واضح او زغرده دريځ لري، چې پاکستان د ناقانونه ګرځول شويو ډلو د پټنځایونو او د افغانستان له خاورې په خلاص مټ د عملیاتو په اړه تحفظات لري. پاکستان د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو او د خپلو اتباعو د امنیت لپاره هېڅ راز هڅه نه سپموي. د پاکستان د پوځ لومړیتوب د هېواد امن دی او د دې لپاره د ترهګرو او د هغوی د سرپرستو او اسانچارو د ځپلو په خاطر هر ممکن حده پورې تللی شو."

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال شریف د ځینو هغو بریدونو یادونه هم وکړه چې د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره کې شوي وو او په خبره یې یو شمېر وسله وال پکې له منځه وړل شوي.

په نقشه کې د افغانستان پکتیکا ولایت
په نقشه کې د افغانستان پکتیکا ولایت

د پاکستان هوايي ځواکونو د مارچ په اتلسمه د افغانستان په دوو سیمو د پکتیکا په برمل او د خوست په سپیرې کې هوایي بریدونه کړي وو. د طالبانو حکومت د دغو بریدونو د غندلو تر څنګ ویلي وو چې پنځه ښځې او درې ماشومان وژل شوي.

هغه برید د افغانانو کلک غبرګونونه پارولي وو.

د پاکستان د پوځ ویاند بیا د خپل کنفرانس پر مهال د بېلګو په توګه د یو شمېر بریدونو یادونه وکړه چې په ادعا یې په بشپړه توګه له افغانستانه پلان شوي وو او ان افغانان پکې ښکېل وو.

هغه د بېلګې په توګه د مارچ په ۲۶مه د پښتونخوا په بشام کې پر چینايي انجینرانو برید یاد کړ.

" د جان داسو په بند کې په کار بوختو چینايي انجینیرانو په موټر ځانمرګی برید وشو. په نتیجه کې یې ۵ چینایان او یو پاکستانی ووژل شول. دا ځانمرګی برید هم له سرحد اخوا رېښې درلودې. د دې حملې پلان افغانستان کې جوړ شوی وو. د ترهګر او اسانچارو کنټرول هم له افغانستانه کېده. ځانمرګی بریدګر هم د افغانستان وو."

د خیبر پښتونخوا هغه سیمه چې پر چینایي انجینرانو بکې برید شوی و
د خیبر پښتونخوا هغه سیمه چې پر چینایي انجینرانو بکې برید شوی و

که څه هم د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د ویاند د تازه تورونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په وار وار دا ډول تورونه رد کړي وو.

طالبانو ویلي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او دوی ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي یا نړۍ ته ګواښ نه پېښېږي.

بلخوا ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان وسله والو هم ویلي چې وسله وال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG