د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د بدخشان معترضانو د یوې اعلامیې له خپرولو سره خپلې غوښتنې په ډاګه کړې


د بدخشان د داریم او ارګو و لسوالیو معترضان
د بدخشان د داریم او ارګو و لسوالیو معترضان

د بدخشان ولایت په درایم او ارګوۍ ولسوالیو کې له اعتراضونو وروسته د دغو دوو ولسوالیو اوسېدونکو د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د بدخشان ولایت د ارګوۍ ولسوالۍ د دنده چشمه له کلي څخه سیمه ییزو سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې د دې ولسوالۍ د تېرې شنبې ورځې په اعتراضونو کې د وژل شوي ۲۳ کلن ځوان عبدالباسط د جنازې مراسم د سیمې خلکو ترسره کړل او په دې مراسمو کې یې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د بدخشان د ارګوۍ ولسوالۍ د ځوانانو چارو یوه فعال شمس الدین مبارز ازادي راډیو ته وویل، د دغه ځوان د وژنې عاملینو ته د سزا ورکولو ترڅنګ، د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره د سیمه ییزو ځواکونو ګمارل او له خلکو سره ښه چلند او د خلکو شخصي حریم ته درناوی هغه مهمې غوښتنې دي چې د دې ولسوالۍ د لاريون کوونکو په پرېکړه ليک کې یادې شوې دي.

" که تریاک له منځه وړي د خلکو په همکارۍ یې له منځه یوسي خو له تاوتریخوالي پرته. او هغه کسان چې تریاک له منځه وړي باید د بدخشان ولایت وګړي واوسي. دا د خلکو غوښتنې دي. "

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ناوخته د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د بدخشان په درايم او ارګوي ولسواليو کې وروستي لاريونونه او تاو تريخوالي د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په تړاو دي او ادعا يې کړې چې یو شمېر سرغړونکو په بدخشان کې د کوکنارو د کښت پر ضد د مبارزې ادارې مامورینو باندې برید کړی.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې د طالبانو حکومت د لوی درستیز، قاري فصيح الدين په مشرۍ يو پلاوی د دغې پيښې د څيړنې لپاره د دوی د حکومت د رییس الوزرا لخوا، ټاکل شوى دى.

په همدې حال کې د درایم ولسوالۍ یوه اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: " تر اوسه خبرې اترې نه دې شوي، پرون خلکو له هغه پلاوي سره ښه چلند ونه کړ چې راغلي و او په تیږو او لرګیو سره یې ووهل. نن باران دی تر اوسه هیڅ خبر نشته. پلاوی له ولایت او امنیه قومندانۍ څخه و. بیرته مرکز ته ولاړل. "

د درایم ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی چې دا هم نه غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي وايي: " خلک له دولت څخه غواړي چې د دوی غږ واوریدل شي او قناعت ورکړل شي. ځکه دوی ډېر ظالمانه چلند کوي او د خلکو له مشورې او اجازې پرته یو کار ترسره کوي. "

په ورته وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو حکومت له خوا د بدخشان د وروستیو لاریونونو د څېړلو لپاره د ټاکل شوي پلاوي مشر قاري فصیح الدین ته منسوب یو غږیز کلیپ خپور شوی چې پکې په بدخشان کې طالب چارواکو ته وايي، که خلک له اعتراضونو لاس وانخلي، له جدي اقداماتو سره به مخ شي.

" خلک باید په بېړني ډول توصیه شي چې له دې اقداماتو لاس واخلي، داسې نه شي چې مجاهدین او د ټولو برخو قطعات دې ته اړ شي چې د خلکو د بغاوت له امله اقدام او د بدخشان په لور حرکت وکړي."

په ورته وخت کې د بدخشان په دوو ولسوالیو کې لاریونونو ګڼ شمېر غبرګونونه هم را پارولي دي.

د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني
د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند، په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، د تېر نظام په ولسي جرګه کې د خلکو پخوانۍ استازې فوزیه کوفي، د شنبه های ارغوانی غورځنګ او ځینې نورو سياسي څېرو او جریانونو په بدخشان کې د دغو ولسي لاريونونو ملاتړ وکړ.

دوی په خپلو اعلامیو کې له لاریون کوونکو سره د طالبانو پر چلند هم نیوکې کړې دي.

د طالب چارواکو د څرګندونو له مخې، دغه اعتراضونه د تېرې جمعې په ورځ هغه مهال پيل شول چې طالب ځواکونه، د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو لپاره د درایم ولسوالۍ د قرلق کلي د اوسېدونکو فصلونو ته ننوتل او دخلکو له غبرګون سره مخامخ شول .

د جمعې ورځې نښتې په پایله کې د نظام الدین په نوم یو کروندګر وژل شوی او درې نور اعتراض کوونکي ټپیان شوي دي.

خو ځايي اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبان له اجازې پرته د کوکنارو کروندو او ان د خلکو کورونو ته ننوتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر په افغانستان کې د دغې ډلې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د کوکنارو په کښت او قاچاق د بندیز فرمان صادر کړ او له دغې پدیدې سره په مبارزې یې ټینګار وکړ.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG