د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

سي‌پي‌جی: د طالبانو نیونو د خبریالۍ پر ډګر ډارونکی اغېز کړی دی


ارشیف: په افغانستان کې د یوې رسنۍ دننه د یوې خبریالې انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوې رسنۍ دننه د یوې خبریالې انځور

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه یا "سي‌پي‌جی" وايي، د طالبانو له‌خوا د خبریالانو خپلسري نیولو په افغانستان کې د خبریالۍ پر ډګر ډارونکی اغېز کړی دی.

د دغې کمېټې د اسيايي پروګرامونو همغږې کوونکې بيه‌لي‌یي د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت ازادي راډيو ته وويل چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې د افغانستان پر رسنيو لګول شوي محدوديتونه د دې لامل شوي چې نړۍ ونه‌شي کولای د هغه څه بشپړ انځور ترلاسه کړي چې د افغانستان دننه پېښېږي.

سحر لېوال په دې اړه له اغلې بیه‌لي‌يي سره مرکه کړې او لومړی يې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د وضعيت په اړه د هغې د ټوليزې ارزونې په اړه پوښتلي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:37 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG