د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه؛ اروپایي ټولنه او سویس افغانستان سره۲۰ میلیونه یورو مرسته کوي


د افغانستان یو وچکالۍ ځپلی کلی - ارشیف
د افغانستان یو وچکالۍ ځپلی کلی - ارشیف

اروپايي ټولنه وايي، دې ته په کتو چې د افغانستان ۷۶ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي د اقلیم د بدلون پایلې به په افغانستان کې د بې وزلۍ او د خوراکي توکو د نه خونديتوب لمن لا پراخه کړي.

د اوپايى ټولنې په اعلاميه کې چې د سې شنبې په ورځ يې خپره کړې، راغلي چې اروپايي ټولنه به ۱۵ میلیونه یورو او د سویس د همکارۍ او پراختیا آژانس به ۵ میلیونه یورو مرسته وکړي څو په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په اړه د پوهاوي د کچې لوړولو او ورسره د مبارزې په برخه کې مرسته وشي.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې اروپايي ټولنه او د سویس د همکارۍ او پراختیا آژانس به په ګډه په ۴ ولایتونو کې له ۳۰ زره او ٣٠٠ کورنیو سره د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو له ناوړه اغېزو سره د مبارزې په موخه مالي مرسته وکړي.

د اعلاميې له مخې، دغه مرستې به د سېلابونو د مدیریت، د طبيعي پېښو پر وړاندې د کليوالو د چمتووالي او د سېلابونو له ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي، څو د ژوند د دوام لپاره یې د کرنې او مالدارۍ په حاصلاتو کې زياتوالى راشي.

افغان ماشومان هم د وچکالۍ له امله سختو ستونزو سره مخ دي
افغان ماشومان هم د وچکالۍ له امله سختو ستونزو سره مخ دي

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان یو له هغو لسو هېوادونودی چې د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو ډېر زیانمنونکي دي چې ورسره د مبارزې توان نه لري.

یو شمېر کروندګرو ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال یې د وچکالۍ له امله حاصلات لږ وو، په ژمي کې یې څاروي تلف شوي، او سږ کال يې د وروستيو اورښتونو له امله حاصلات له منځه تللي دي.

د غور ولایت یو کروندګر نورالله ازادي راډيو ته وویل چې په کال کې یو ځل غنم کري خو تېر کال یې حاصل ښه نه و.

" حاصلات ښه نه وو، کله چې وچکالي وي او اوبه نه وي، غنم له اوبو پرته وده نه کوي، تېر ژمى باران نه و او سږ کال مې هم غنم کرلي، خو سختو بارانونو زموږ او نورو خلکو فصلونه خراب کړي دي."

د تخار د تاشک چشمې کلي اوسېدونکي سید رحمان هم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ سیمه ښاري سيمه یا ولایت نه دی چې شیدې او مستې وپلورو، زه اوزګوړي او وړۍ یې خرڅوم او یا هم په ځان ماړه مالونه خرڅوم، دلته د خلکو وضعیت صفر ته رسېدلی دی، که څوک کوم کارګر ولري. څو سلنه ښه دي."

د وروستیو سېلابونو یو اصلي دلیل هم د اقلیمي بدلونونو اغېزې ګڼل کیږي
د وروستیو سېلابونو یو اصلي دلیل هم د اقلیمي بدلونونو اغېزې ګڼل کیږي

د اقلیم بدلون چې د سیلابونو، وچکالۍ، د ځمکې ښوېیدنې او نورو طبیعي پیښو لامل کیږي، نن ورځ د نړۍ یو له بنسټیزو ستونزو څخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي وو چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله سخت زیانمن شوی او باید په دې برخه کې له نړیوالو مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه موضوع چې نړیوالو سازمانونو هم په خپلو راپورونو کې په وار وار تایید کړې ده.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو څو ځلې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون او له امله يې د سختو پايلو او ورسره د مبارزې لپاره د نه امکاناتو د شتون په برخه کې اندېښنه ښودلې.

تېر يو کال کې د اقليم د بدلون له امله طبیعي پېښو، لکه: زلزلو، سېلابونو، او شديدو اورښتونو د افغانستان خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG