د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د ځمکې نړیواله ورځ؛ ګوټېرېش: د اقلیم بدلون، هوا ککړتیا او حیاتي تنوع ځمکه ګواښي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش

نن د اپرېل ۲۲مه د ځمکې نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش د دوشنبې په ورځ د ځمکې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه ویډیو په خپله ایکس‌پاڼه خپره کړې او په کې یې ویلي چې د اقلیم بدلون، د هوا ککړتیا او حیاتي تنوع ځمکه ګواښي.

هغه د اقلیم د بدلون او له امله د رامنځته شویو پېښو په وړاندې د ځمکې د ساتنې غوښتنه کړې.

انټونیو ګوټرېش وویل: "موږ باید د اقلیم او حیاتي تنوع د ساتنې لپاره سره یو شو او د اوبو او هوا او اوسېدنې د تنوع لپاره خپلې ټولې هڅې مشترکې کړو ترڅو د ټولو زیانګالو ټولنو ملاتړ وکړو چې موږ ته د ځمکې د سیارې ساتنې څرنګوالي را زده کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اوونیو کې سختو بارانونو او سېلابونو د افغانستان خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د اسلامي مرستو سازمان یا اسلامیک ریلییف د شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۹۰۰ کورونه په جزوي او بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۹۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویلي، د اختر له لومړۍ نېټې څخه تر تېرې جمعې پورې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي جاوېد ګلاب زاده په خپله سیمه کې د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شویو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "په روداتو ولسوالۍ کې د وروستیو اورښتونو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. په جهانګیر کلي کې د چت د نړېدو له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ماشوم ټپي شوی او په چغرې کلي کې د خلکو ځمکې او کروندې ویجاړې شوې دي او "سېلاب" وړي دي."

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي سیدګل پادشاه ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو سېلابونو د دې ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې ځمکې او باغونو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

ارشیف: په میدان وردګ کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
ارشیف: په میدان وردګ کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

هغه وايي: "زما ټولې ځمکې سېلابونو لاندې کړې، هېڅ هم نه دي پاتې، ونې او باغونه او سړکونه له منځه تللي. زموږ په سيمه کې هېڅ هم نه دي پاتې."

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ځمکې د ورځې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو له ټولو افغانانو غوښتي چې د ځمکې او چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل دیني او ملي مسوولیتونه ادا کړي.

دغې ادارې زیاته کړې چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله سخت ځپل شوی او باید په دې برخه کې نړیوال مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د تېر جمهوري نظام کې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال او د چاپېریال کارپوه عزت الله صدیقي وايي، حکومتونه باید اقلیم بدلونونو ته د رسېدنې لپاره باید پالیسي جوړې کړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې نړیوال سازمانونه باید د اقلیمي بدلون له زیانمنونکو هېوادونو لکه افغانستان سره هم مرسته وکړي.

صدیقي وايي: "دولت ته اړتیا ده چې پالیسي جوړه کړي، دې مسئلو ته مالي او تخنیکي سرچینې ځانګړې کړي. د سېلابونو د مخنیوي او د وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ملکي او زېربنایي پروژې پلي کړي؛ د ځنګلونو بیارغونه، د طبیعي زېرمو ساتنه او د اوبو سرچینې مدیریت کړي."

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د ډنمارک د کډوالو شورا په یوه راپور کې ویلي وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله په نړۍ کې ۱۲م زیانګالی هېواد دی او د ګواښ د شاخص د درجه بندۍ پر بنسټ له ګواښونو او صبیعي بشري ناورین سره دریم مخ هېواد دی.

دې شورا زیاته کړه چې د اقلیم بدلون د طبیعي پېښو لکه وچکالۍ، سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې د زیاتوالي لامل شوی دی.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون په برخه کې تر ټولو ډېر زیانمن شوي او له دغو بدلونونو سره د مقابلې لپاره لږې اسانتیاوې لري.

د ځمکې ورځ هر کال د اپرېل په ۲۲مه د چاپېریال ساتنې اهمیت په اړه د پوهاوي لوړولو او د ځمکې د ستاینې په موخه نمانځل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG