د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د غزې په اړه خبرې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په غزه کې د اوربند د ټینګېدو او د اسراییلي یرغملو د خلاصون په اړه د خبرو لپاره سعودي عربستان ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون (یکشنبې) یې خپره کړه، ویلي چې ښاغلی بلېنکن به د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په ریاض کې له سعودي چارواکو سره غزې ته د بشري مرستو د زیاتېدو او د جګړې د مخنیوي پر اهمیت خبرې وکړي.

ښاغلی بلینکن به د سعودي د دې دوه ورځیني سفر په لړ کې د خلیج د همکارۍ شورا د وزیرانو په غونډه او همداراز د اقتصاد د نړیوال فورم په ناسته کې ګډون وکړي.

د تېر کال په اکتوبر کې پر اسراییل د حماس سختدریځې ډلې د حملې له مهاله چې له کبله یې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ورپسې اسراییل پر غزې عملیات پیل کړل، انتوني بلېنکن په ځلونو منځني ختیځ ته تللی دی.

له بلې خوا وروسته له دې چې حماس ډلې چې د امریکا او اروپايي اتحادیې له لوري د تروریستي تنظیمونو په لیست کې شامله ده، د دوو نورو اسراییلي یرغملو ویدیو خپره کړه، د ۱۳۳ اسراییلي یرغملو کورنیو او د هغوی پلویانو د اسراییل په څو ښارونو کې غونډې وکړې او د یرغملو د خلاصون لپاره یې له خپل حکومت څخه د لا جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

زرګونو اسراییلیانو پرون (شنبې) ماښام د بنیامین نتانیاهو د حکومت د اقداماتو په اعتراض کې په خپلو غونډو کې نتانیاهو د جګړې د هدفونو په لاس ته راوړلو کې په ناکامۍ تورن کړ او له دې کبله یې د وارمخکې پارلماني انتخاباتو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې سعودي عربستان نن د اقتصاد د نړیوال فورم د غونډې په پیل کې د سیمه ییز ثبات غوښتنه وکړه او د نړۍ پر اقتصاد یې د غزې د جګړې د اغېزو له کبله خبرداری ورکړ.

د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان وویل، د غزې جګړې پر اقتصادي وضعیت ډېر فشار راوستی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG