د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د غزې ناورین؛ څو هېوادونه یې د حل لپاره د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه مذاکرات پيلوي


غزه کې د بمبارۍ یوه څنډه
غزه کې د بمبارۍ یوه څنډه

د سعودي عربستان، مصر، قطر، متحده عرب اماراتو، اردن او ځینو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له خپلو امریکايي، جرمني، بریتانیايي، فرانسوي او ایټالیايي سیالانو سره سبا دوشنبه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د غزې پر وضعیت خبرو ته کښېني.

د جرمني خبري اژانس په دې باب د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله پرون شنبه راپور ورکړی دی.

د راپور له مخې، د بهرنیو چارو دغه وزیران په ریاض کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د غزې پر جګړه خبرې کوي.

د سرچینو په وینا، په دغو خبرو کې به د فلسطیني ادارې چارواکي حضور ونه لري.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر سمیع شکري پرون ریاض ته روان شو.

د ترکیې ډیپلوماتیکو سرچینو هم ویلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به هم د ریاض په خبرو کې برخه ولري.

سعودي عربستان نن یکشنبه او سبا دوشنبه د نړیوالې اقتصادي غونډې کوربه دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزازه فیصل بن سلمان به د دې مذاکراتو کوربه وي
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزازه فیصل بن سلمان به د دې مذاکراتو کوربه وي

د غزې د جګړې په باب دا خبرې داسې وخت کېږي چې د غزې په رفح ښار کې د اسرائیل د پلان شویو عملیاتو، د اوربند پر موافقه د سلا کېدلو د څرنګوالي او د یرغمل شویو د خلاصون پر موضوع اندېښنې پر ځای پاتې دي.

د حماس ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي یوه لوړ رتبه چارواکي پرون شنبه ویلي چې دغه ډله د دغسې یوې معاملې په باب د اسرائیل ځواب ارزوي.

د حماس ډلې د سیاسي څانګې مرستیال خلیل الحیه ویلي چې د اسرائیل هغه وړاندیز یې ترلاسه کړی، چې دوې اوونۍ مخکې یې مصر او قطر ته سپارلی و.

مصر او قطر هغه دوه هېوادونه دي، چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د مذاکرو منځګړیتوب کوي.

په غزې تړانګه کې د حماس له بنده د پاتې یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د فلسطینیانو په دې ویجاړ شوي قلمرو کې د اوربند د ټینګښت په باب مذاکرې له څو میاشتو راهیسې له خنډ سره مخامخې شوې دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ میاشتې پر ۲۵مه د یوه پرېکړه لیک په تصویب سره په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه کړې، خو د اوربند پر ټینګښت لا موافقه نه ده شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG