د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د افغان نجونو د زده کړو په اړه د اروپایي ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان د استازو خبرې


تصویر له ټولنیزو رسنیو څخه
تصویر له ټولنیزو رسنیو څخه

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رافایله ایوډیس او د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال طارق علي بخیت مشري پلاوي چې یو شمېر ښځې هم په کې شته، پرون سه شنبه په کابل کې په یوه ګډه ناسته کې په افغانستان د روان وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او د نجونو پر زده کړو خبرې اترې کړې دي.

مېرمن ایوډېس په خپله ایکس پاڼه لیکلي: " د افغان میرمنو غږ (غوښتنې) باید په افغانستان کې د هر ډول رغنده خبرو اترو اصلي برخه وي."

رافایله ایوډېس همداراز لیکلي چې دوی په خپلو کې په افغانستان د بشري حقونو په اړه هم بحث درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د دې اوونۍ له پیله د اسلامي همکاریو سازمان د مرستیال او د افغانستان لپاره یې د سرمنشي ځانګړي استازي په مشرۍ پلاوي، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت له بېلابېلو چارواکو سره په لیدنو کې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو په ورکړې هم ټینګار کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه تامین کړي دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان نجونې او د ښځو د حقونو مدافعانې په دې باور دي چې که نړیوال په دې برخه کې خپلو هڅو او فشارونو ته دوام ورکړي، پر ښځو به د طالبانو بندیزونه له منځه یوړل شي.

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان استازي له لیدنې وروسته
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان استازي له لیدنې وروسته

د پوهنتون محصله او د کابل ښار اوسېدونکې فهیمې دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

" کله چې نړیوال په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د افغان نجونو ملاتړ وکړي،نو طالبان به متوجه شي چې افغان نجونې او ښځې یوازې نه بلکه ګڼ نړیوال سازمانونه یې ملاتړي دي، په دې صورت ډېر ژر به د دوی دا بندیزونه چې په افغان ښځو او نجونو یې وضع کړي، له منځه به ولاړ شي."

بلخوا د ښځو د حقونو فعاله نظیفه حقپال وایي د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان په ګډون اسلامي هېوادونه کولای شي طالبانو ته پر افغان ښځو د بندیزونو په لرې کولو تر ټولو ښه قناعت ورکړي، ځکه په خبره یې طالبانو د اسلامي احکامو او افغاني ارزښتونو په پلمه افغان میرمنې له بنسټیزو حقونو محرومې کړې دي.

"دغې مسلې چې طالبان د اسلام او کلتور په پلمه ښځې یې له تعلیمه محرومې کړي،د اسلامي هېوادونو ټینګار دا په ډاګه کوي چې په اسلامي شریعت کې د ښځو او نجونو زده کړې هېڅ په ټکر کې نه دي،ځکه موږ ګورو چې د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځې کار کوي، نجونې زده کړې کوي."

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره میلیونونه افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه له پورته زده کړو محرومې شوې دي
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره میلیونونه افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه له پورته زده کړو محرومې شوې دي

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې بندې کړي او پر ډېرو ښځو یې د کار بندیز لګولی دی.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړې او پر افغان ښځو ګڼ محدودیتونه د بیلابیلو نړیوالو بنسټونو هیوادونو او لوریو له لوري غندل شوي او له طالبانو غوښتل شوي چې پر ښځو محدودیتونه لیرې کړي، خو طالبانو تر دې دمه په دې برخه کې هیڅ ډول نرمښت نه دی ښودلی دا یې د افغانستان کورنۍ مسله بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG