د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

یونسکو: سږ کال هم یو میلیون او ۴۰۰ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې شوې


ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو یونسکو ادارې وویل چې سږ کال هم یو میلیون او ۴۰۰ زره افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو پاتې شوې.

د یونسکو په وینا، دغو نجونو هیله لرله چې په نوي کال کې به له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته دوام ورکړای شي.

په کابل کې د یونسکو دفتر پرون پنجشنبې پر خپله فېسبوکپاڼه ولیکل: "د نجونو محرومول د هغوی روح او روحیې ته د جدي تاوان سبب او د افغانستان د پراختیا خنډ کېږي."

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان هم پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د افغان نجونو زده کړې د افغانستان د ټولو خلکو د روښانه راتلونکې لپاره مهمې دي، باید په افغانستان کې د نجونو پر زده کړه بندیز پای ته ورسول شي.

دې سازمان همداراز ویلي چې د تعلیم لپاره د افغان نجونو د زده کړو پر حق ولاړ دی.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان باید د هر عمر نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي او د خپلې تبعیضي تګلارې د اجرا کولو لپاره له بې‌ځایه پلمو څخه دې ډډه وکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي چې د نجونو د زده کړو مخنیوی توجیه کېدای نه شي او زیان لري.

د طالبانو د پوهنې وزارت د چهارشنبې په ورځ نوی تعلیمي کال د کابل په اماني لېسه کې د زنګ په کړنګولو په داسي حال کې پیل کړ چې نه په مراسمو کې نجونې وې او نه یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې یادونه وکړه.

طالبانو څه باندې دوه کاله پخوا ویلي وو چې تر بلې خبرتیا پورې دې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه ورځي.

د نوي تعلیمي کال په پرانیستونکې غونډه کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د عصري زده کړو په ګډون، د زده کړو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: "هغه ملت چې تعلیم یې نه وي کړی تل به نورو ته اړ وي او نورو ته محتاج ملت هیڅکله خپلواک کېدای نه شي. له همدې امله موږ دې ته اړتیا لرو چې باید عصري علومو او ټکنالوژۍ ته هم لاسرسی ولرو."

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي
د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله شینکۍ کړوخېل د عصري علومو د ملاتړ په اړه د طالب چارواکو پر ټینګارونو شک څرګندوي.

هغه وايي: "دوی که هر څومره ادعاوې وکړي او وښيي چې ګواکي دوی د نجونو د تعلیم یا عصري تعلیم مخالفه نه دي؛ عملاً هیڅ ډول اقدامات نه کوي مختلفې بهانې لټوي چې مکتبونه بند وساتي او بالاخره پر خلکو د ښوونځیو بند ساتل ومني او ولس هم مایوسه شي."

دا په داسي حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، طالبانو په تېر لمریز کال کې یوازې ۹۳ ښوونځي جوړ کړي، خو د دې په مقابل کې یې ۱۲ زره مدرسې جوړې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG