د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

له ګاونډیو هېوادونو د تېر نظام د افغان پوځیانو د جبري ایستلو بهیر اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: د افغانستان د تېر نظام پوځيان
ارشیف: د افغانستان د تېر نظام پوځيان

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پوځیانو د ملاتړ کمېټې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په تېره بیا د مخکینیو پوځیانو د جبري ایستلو د بهیر د بندېدو غوښتنه کړې ده.

د مخکینیو افغان پوځیانو د ملاتړ کمېټه وايي، که افغان پوځیان له پاکستان او ایرانه وایستل شي، ژوند به یې له خطر سره مخ شي.

دغه کمېټه چې د افغانستان د تېر نظام له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه جوړه ده، د یکشنبې په ورځ یې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي یو شمېر پوځیان د طالبانو له‌خوا نیول شوي او ان وژل شوي او یا هم نامعلومو ځایونو ته وړل شوي دي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما د دفتر په ګډون د ځینو ادارو له‌خوا د مخکینیو پوځیانو د نیولو، وژلو او ورکېدو ادعاوې شوې وې، خو د طالبانو د حکومت ویاند تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

د مخکینیو پوځیانو د ملاتړ کمېټې د معلوماتو له مخې، په ایران کې هغو پخوانیو پوځیانو چې د سرشمېرنې په پروژه کې ګډون کړی، وېره لري چې ګواکې د هغوی معلومات او ادرسونه به طالبانو ته ور کړل شي او هغه کسان چې په سرشمېرنه کې یې برخه نه وه اخیستې او ایران ته په ناقانونه توګه تللي، په خورا بد حالت کې دي او باید په پټه او وېره کې ژوند وکړي.

دغې کمېټې زیاته کړې، پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول ښځې په ګاونډیو هېوادونو کې پر امنیتي ستونزو سربېره له رواني ستونزو سره هم مخ دي او ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو ورته په کافي اندازه پاملرنه نه ده کړې.

له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال
له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال

په ورته وخت کې یو شمېر مخکیني پوځیان او د هغوی کورنۍ چې په دې وروستیو کې ایستل شوي او یا هم د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، په افغانستان کې له امنیتي ګواښونو اندېښمن دي.

يوه مخکیني پوځي، چې نه يې غوښتل د امنيتي ګواښونو له امله په راپور کې یې نوم واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل چې يوه اوونۍ وړاندې له ايران څخه ايستل شوى او اوس په پټه ژوند کوي.

هغه وايي: "زه د تېرې جمهوري نظام یو پخوانی پوځي یم، له ایرانه په زور راوویستل شوم او اوس دلته پټ اوسېږم. که دوی خبر شي موږ به حتماً شکنجه کوي او بندي کوی به مو، بل دلته هېڅ کاراو بار هم نه لرو."

د یوه پخواني پوځي مېرمن چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي وايي، که له پاکستانه وایستل شي، مېړه به یې د توقیف، شکنجې او حتی مرګ له ګواښ سره مخ شي.

هغې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "زه د یو پخواني پوځي مېرمن یم، د طالبانو له راتګ وروسته موږ یو کال کابل کې پټ وو، له یو کال وروسته په ډېرې سختۍ وتوانېدو چې ویزه واخلو. که بېرته افغانستان ته لاړ شو هلته موږ ته خطر دی. لېور مې چې ناروغ هم و، د دې لپاره یې بیولی و چې ورور دې چېرې دی، هغه درې میاشتې مخکې تر شکنجې لاندې ووژل شو. د ملګرو ملتونو له سازمانه غواړو چې زموږ کېسونو ته دې زر رسېدنه وکړي."

د مخکیني جمهوري نظام پر مهال د تخار ولایت پخوانی امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع چې اوس په ایران کې د مخکینیو پوځيانو د پرسونل استازی دی، د ایران له حکومته غواړي چې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه چې پخواني پوځیان هم په کې شامل دي، لغوه کړي.

د افغانستان د تېر نظام پوځیان. د دوی یو زیات شمېر غړي د تېر نظام له سقوط وروسته ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د افغانستان د تېر نظام پوځیان. د دوی یو زیات شمېر غړي د تېر نظام له سقوط وروسته ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

هغه وايي: "زموږ غوښتنه د ایران له اسلامي جمهوریت نه دا ده د هغو شرایطو له مخې چې اوس په افغانستان کې حاکم دي تر هغه چې زموږ هېواد کې یو ټولګډونه نظام نه وي رامنځته شوی. که د پخوانیو پوځیانو د بېرته نه ستنولو په برخه کې یوه مهرباني او رحم وکړي تر څو موږ وکړای شو خپل ځانونه امن کې وساتو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پاکستان په پنجاب ایالت کې د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت یو سرتېری ووژل شو.

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو شورا دا خبره ازادي راډيو ته تایید کړه.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د بې اسناده افغان کډوالو شړلو ته زور ورکړی دی.

له پاکستان څخه د اسناد لرونکو افغان کډوالو د شړلو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG