د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

سپینه ماڼۍ: د اسراییل پر وړاندې د ایران ګواښ جدي دی


د ایران او اسراییل بیرغونه
د ایران او اسراییل بیرغونه

د امریکا متحده‌ایالتونو د اسراییل پر وړاندې د ایران ګواښ رښتینی بللی او اندېښنه یې ښکاره کړې ده.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پرون د اپرېل ۱۲مه خبریالانو ته وویل چې هېواد یې حالات له نژدې څاري.

د کربي په وینا متحد ایالتونه غواړي چې ډاډه شي چې له اسراییل سره د دفاع لپاره ټول امکانات شته.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر هم ویلي چې له تېرو څو ورځو راپه دې‌خوا د ایران له لورې ګواښونه د اندېښنې وړ دي.

مېلر وايي: موږ په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو ته اندېښمن یوو.

هغه وايي: "موږ په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو ته اندېښمن یوو. دا هغه څه دي چې د اکټوبر د اوومې نېټې له بریدونو راپه‌دې‌خوا یې د کمولو او مهارولو لپاره هڅې کوو، په ځانګړي توګه د ایران وروستیو ګواښونو ته چې د اسراییل دولت او خلکو ته یې کوي."

د اپرېل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د اوو غړو په ګډون دولس تنه ووژل شول. په دوی کې دوه د سپاه جنرالان وو. تر دې وروسته تهران وویل چې غچ به واخلي.

د دې کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماتیکي هلې ځلې هم زیاتې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له خپل چیني سیال وانګ یي سره په ټیلفون خبرې کړي او هغه یې هڅولی چې پر ایران له خپل نفوذه په استفادې تهران وهڅوي چې پر اسراییل حمله ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اسراییل کې خپلو اتباعو ته خبر ورکړی چې له لویو ښارونو بهر سفر ونه کړي.

واشنګټن له خپلو خلکو دا هم غوښتي چې ایران او لبنان ته ولاړ نه شي.

بریتانیا، فرانسې، ناروې، هند او روسیې هم له خپلو اتباعو د امریکا په څېر غوښتنې کړي دي.

په منځنۍ ختیځ کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه اوومې میاشتې ته داخله شوې، اوس د ایران او اسراییل جګړې ته اندېښنې په زیاتېدو دي چې د سیمې وضعیت به ورسره نور خراب شي او دا کړکېچ به پسې پراخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG