د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

انټوني بلېنکن: ترکیه، چین او عربستان باید له ایرانه د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړي


د امریکا باندنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا باندنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړې د خطر له زیاتېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، د باندنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ترکیې، چین او سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړي چې له ایرانه وغواړي کړکېچ زیات نه کړي.

متیو مېلر پرون پنجشنبې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یوې خبري غونډې ته وویل، واشنګټن په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو د خطر له درکه اندېښنه لري.

ده همداراز د ایران د هر راز ګواښ په وړاندې د اسراییل له امنیت څخه د امریکا د کلک ملاتړ په باب د ولسمشر جو بایډن د څرګندونو یادونه وکړه.

مېلر زیاته کړه چې انټوني بلېنکن په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ډیپلوماتیکو اقداماتو بوخت و او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د چین باندنیو چارو وزیر وانګ يي او د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان سره یې خبرې وکړې څو دا څرګنده کړي چې کړکېچ د هیچا په ګټه نه دی او دا هېوادونه باید له ایرانه وغواړي چې ترینګلتیا کمه کړي.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ د ایران مشر علي خامنه‌يي خبرداری ورکړی و چې اسراییل باید جزا وویني او وبه یې ویني.

د ایران مشر علي خامنه‌يي
د ایران مشر علي خامنه‌يي

د خامنه‌يي له خبرو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن ټینګار وکړ چې د اسراییل په وړاندې د امریکا ژمنه وسپنیزه ده.

له بلې خوا د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین له خپل اسراییلي ساري یواو ګالانت سره خبرې وکړې چې په لړ کې یې ګالانت وویل، که ایران حمله وکړه اسراییل به مناسب ځواب ورکړي.

د اسراییل دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې د دوو هېوادونو دفاع وزیرانو پر اسراییل د ایران د حملې لپاره د چمتووالي په اړه خبرې کړي او اسراییل به د ایران د برید په وړاندې بې تفاوته پاته نه شي.

له بلې خوا د امریکا وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې پر اسراییل د ایران د پوځي ځواب د احتمال په باب لیکلي چې د ایران مشر لا هم د داسي یوې حملې پر خطرونو غور کوي، خو د ایران پوځ مخکې تر مخکې بې پېلوټه الوتکې بهر ته راایستلي دي.

وال ستریټ ژورنال نن جمعه سهار په تل‌ابیب کې د یوې خبرې سرچینې په قول ولیکل چې ایران ممکن له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې د اسراییل پر جنوب یا شمال برید وکړي او اسراییل هم داسي حملې ته تیاري نیولې ده.

ورځپاڼې د ایران د مشر دفتر ته د یوې نژدې سرچینې په قول ویلي چې د حملې پلان لا هم تر غور لاندې دی او وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG