د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

ایراني چارواکي نننۍ چاودنې "ترهګریز او ویجاړونکی" عمل بولي


په ایران کې نننۍ چاودنې د ګازو هغې لویې نل لیکې په اوږدو کې شوي چې له چهارمحل او بختیاري شمالي سیمو څخه د کسپین سمندر شاوخوا جنوبي ښارونو او کلیو بانډو ته ګاز لېږدوي.
په ایران کې نننۍ چاودنې د ګازو هغې لویې نل لیکې په اوږدو کې شوي چې له چهارمحل او بختیاري شمالي سیمو څخه د کسپین سمندر شاوخوا جنوبي ښارونو او کلیو بانډو ته ګاز لېږدوي.

ایراني چارواکي د دغه هېواد د ګازو د یوې لویې نل لیکې په اوږدو کې نننۍ دوه چاودنې "ترهګریز او ویجاړونکی" عمل بولي.

په ایران کې نننۍ چاودنې د ګازو هغې لویې نل لیکې په اوږدو کې شوي چې له چهارمحل او بختیاري شمالي سیمو څخه د کسپین سمندر شاوخوا جنوبي ښارونو او کلیو بانډو ته ګاز لېږدوي.

دغه نل لیکه ۱۲۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري او د ایران له ګاز لرونکې جنوبي سیمې څخه سرچینه اخلي.

رویټرز خبري اژانس د ایران د نفتو د وزیر جواد اوجي په حواله ویلي چې د چاودنو له کبله یوازې د نل لیکې نژدې کلیو باندې ګاز پرې شوی چې ژر به بېرته ورغول شي.

د ازادي راډيو ایراني څانګې راډيو فردا راپور ورکړی چې ایران له چاودنو وروسته په دریو ولایتونو لرستان، زنجان او خراسان کې د ادارو او کارخونو ګاز د دې لپاره قطع کړی چې کورونو ته د ګازو ورکړه ټکنۍ نه شي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د ایران دولتي رسنیو سره د ایران د ګازو شبکې د مشر سعید عقلي د خبرو په حواله لیکلي چې دا یو ترهګریز او ویجاړونکی عمل دی.

د چاودنو مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او ایراني چارواکو هم په مشخص ډول چاته د ملامتۍ ګوته نه ده نیولې.

اسوشېټېډ پرېس اژانس لیکلي چې تر دې وړاندې د ایران په جنوب ختیځ کې عرب پلوه بیلتون غوښتونکو د ګازو پر نل لیکو د بریدونو مسوولیت منلی دی.

د ایران له اسلامي انقلاب را وروسته دغه هېواد په شمال ختیځ کې د کوردانو، په ختیځ کې د بلوڅانو او جنوب لویدیځ کې د عرب بیلتون پالو له نارامه کېدونکو فعالیتونو سره مخامخ شوی دی.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې هم د ایران د ګازو پر نل لیکو مبهمې چاودنې شوي چې مسوولیت یې چا نه دی منلی.

د ایران د نفتو وزیر ویلي د دوی "دښمن هدف درلود چې پر لویو ولایتونو ګاز قطع کړي"، خو په خبره یې دې هدف ته ونه رسېد.

په ایران کې نننۍ چاودنې داسې مهال کېږي چې په غزه کې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي جګړې او نورو هېوادونو ته یې غځېدو په سیمه کې کړکېچ زیات کړی دی.

ایران د لوېدیځ له خوا په اوکراین کې د روسیې د جګړې په ملاتړ، په یمن کې د حوثي یاغیانو او په غزه کې د حماس ډلې په ملاتړ تورن دی او د اټومي فعالیتونو له اړخه هم د لوېديځ له سختو بندیزونو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG