د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د قاسم سلېماني پر تلین غونډې چاودنې؛ د مړو شمېر ۱۰۳ او د ټپیانو ۱۷۰ تنو ته لوړ شوی


د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسدران د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلېماني د څلورم تلین په مراسمو کې دوو پياوړو چاودنو لږ تر لږه ۱۰۳ تنه وژلي دي.

دغه چاودنې نن چهارشنبه د ایران په کرمان ښار کې شوې دي.

د ایران دولتي تلویزون د دغه هېواد د بېړنیو خدمتونو د ادارې د ویاند بابک یکتا پرست له قوله ویلي چې د چاودنو تلفات لږ تر لږه ۱۰۳ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر له ۱۷۰ تنو اوښتی.

د ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فردا د ایرنا خبري اژانس په حواله ویلي چې لومړنۍ چاودنه د سلېماني قبر ته په ۷۰۰ متري واټن او دویمه هغه یې په یو کیلو متري واټن کې شوې ده.

د چاودنو څرنګوالی لا معلوم نه دی، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، داسې ښکاري چې بریدکوونکو دغه بمونه د ریموټ کنټرول په وسیله چوولي دي.

تراوسه د چاودنو مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

قاسم سلېماني چې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب د قدس ډلې قومندان و، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه د بغداد په یوه څنډه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG