د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

ملاله یوسفزۍ: طالبانو په افغانستان کې نجلۍتوب غیر قانوني کړی


د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې نجلۍ توب غیر قانوني کړی دی.

یوسفزۍ د ډسمبر په پنځمه د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر او د نژادي توپیر یا اپارټایډ د سر سخت مخالف نیلسن مانډیلا د لسم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډه کې د طالبانو حکومت پر غندلو سره له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژني.

اغلې یوسفزۍ په دې غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته دوی د نجونو د لوړو زده کړو او ثانوي زده کړو د منع کولو په ګډون له ٨٠ څخه د ډېرو فرمانونو په صادرولو سره په ټکو یې په چټکۍ د نجونو او ښځو پر وړاندې سیستماتیک ظلم پیل کړ.

نوموړې زیاته کړه : "طالبان وايي چې پر نجونو او ښځو ظلم کول د دین خبره ده، نو اجازه راکړئ چې دا خبره په واضح ډول ووایم چې دا نه یوازې یوه بهانه ده بلکې رښتیا هم نه ده. د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو عالمانو څرګنده کړې چې اسلام د نجونو او ښځو د زده کړې او کار کولو له حق څخه انکار نه کوي، خو طالبان حقیقت ته لېوالتیا نه لري، دوی د واک ساتلو ته لېوالتیا لري او د خپلو کړنو د توجیه لپاره له کلتور څخه نیولې تر امنیت پورې هر ډول بهانه کاروي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

ملالې یوسفرۍ وویل، د جنوبي افریقا وګړو ډېره مبارزه وکړه چې نژادي توپیرپالنه یا اپارټایډ په نړیواله سطحه د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي او د دوی دغو هڅو ته هم وروسته د نړۍ ډېر پام واوښت، خو د هغې په خبره جنسیتي اپارټایډ تراوسه نه دی تایید شوی.

ملالې یوسفزۍ زیاته کړه: "موږ اوس فرصت لرو چې دا کار وکړو او د ملګرو ملتونو د یوه نوي منشور په چوکاټ کې چې پرې بحثونه پیل شوي باید جنسیتي اپارټایډ درست تعریف شي."

د بشري او د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ضد د جنسیتي توپیر یا جنسیتي اپارټایډ د په رسیمت پېژندلو غوښتونکي دي.

د ښځو د حقونو فعاله او د تخار ښځو د خوځښت مسووله پریسا مبارز ازادي راډيو ته وویل: "نړۍ باید هغه جنسیتي اپارټایډ او د بشري حقونو هغه نقض، چې په افغانستان کې روان دی په رسمیت وپېژني او باید د طالبانو پر کړنو جدي فشار راوړل شي، څو دوی له خپلو زشتو کړنو څخه لاس واخلي."

د ښځو د حقونو فعالانه تمانا زریاب پریاني چې د جنسیتي اپارټایډ د رسمیت پېژندلو لپاره یې تحصن او د نه خوړلو اعتصاب هم کړی و ازادي راډیو ته یې وویل: "نړۍ پوهېږي چې جنسیتي اپارټایډ په افغانستان کې حاکم دی او ښځې د دوی د جنسیت له امله د خپل انساني حقونو څخه بې برخې دي او د دوی انساني ژوند له دوی څخه اخیستل شوی. له همدې امله موږ په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ په نوم د تحصن خیمه او کمپاین پیل کړی او له نړۍ او د ملګرو ملتونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دا اپارټایډ په رسمیت وپېژني."

جنسیتي اپارټایډ هغه نظام ته وايي چې په کې په سیستماتیک ډول نارینه تر ښځو لوړ وګڼل شي.

ملالې یوسفزۍ وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې ښځو په لوړو پوستونو او وزارتونو کې دنده ترسره کوله، په ازاده توګه یې سفرونه کول او د هر عمر نجونو فوټبال او کرکټ کاوه او ښوونځيو ته به تللې.

خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو ډېرو حقونو څخه بې‌برخې دي او ډېر محدودیتونه برې لګول شوي چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده‌کړې، له استنثی پرته په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې کار کول، تفريحي پارکونو، ورزشي ځايونو او ښځینه حمامونو ته دوی په تګ بندیز او له محرم پرته د لرې واټن سفر کول په‌دې محدودیتونو کې شامل موارد دي.

خو طالبانو تل ادعا کړې چې دوی د ښځو حقونه د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې ورکړي دي، هغه ادعا چې افغان نجونې او نړیوال یې ورسره نه مني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG