د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو له خوا د ښځینه فعالانو ځپل دوام لري


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند انځور

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځینه فعالانو ځپل دوام لري.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، لا هم د ښځو څلور فعالانې ژولیا پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي او پریسا ازاده په خپلسري ډول تر نیولو وروسته د طالبانو په توقیف کې دي.

هیومن رایټس واچ پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د خپلسرو نیونو، د ښځو د حقونو د فعالانو ګواښلو او شکنجې د دوام په تړاو، یو وار بیا د ښځو د دغو څلورو فعالانو یادونه کړې ده.

دغه بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته په افغانستان کې د ښځو له حقونو د طالبانو د سرغړونو اراده نوره هم جوته شوه.

د اعلامیې په دوام کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د اعتراضونو دوام ته اشاره شوې چې د 'ډوډۍ، کار، ازادۍ' شعارونو په ورکولو سره لارو سړکونو ته راوتلې وې.

افغان ښځینه فعالانې ندا پرواني او ژولیا پارسي چې د ا مهال د طالبانو په بند کې دي.
افغان ښځینه فعالانې ندا پرواني او ژولیا پارسي چې د ا مهال د طالبانو په بند کې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې طالبانو دغو اعتراضونو ته په تاوتریخوالي، توقیف او شکنجې سره ځواب ویلی دی.

د ښځو د حقونو یوې فعالې دغه بنسټ ته ویلي چې همکارانې یې د خپلو ځانونو او خپلو کورنیو د خوندیتوب په باب سخته اندېښنه لري.

د هغې په وینا، د ښځو د حقونو فعالانې په پرله پسې ډول تر فشار لاندې دي او اندېښنه لري چې ممکن ونیول شي.

د ژولیا پارسي یوې خپلوانې تېره چهارشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د ښځو دغه فعاله د طالبانو په توقیف کې له رواني ستونزو سره مخامخ ده.

ژولیا پارسي له خپل زوی سره دوې میاشتې مخکې په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شوه.

د طالبانو چارواکي چې زیات وخت د ښځو د فعالانو، د مدني ټولنې د غړو او خبریالانو د نیولو په باب څه نه وايي، د ژولیا پارسي او درېیو نورو ښځینه فعالانو د توقیف په باب یې هم چوپتیا خپله کړې ده.

د مبارزو او مخکښو ښځو د غورځنګ غړې شمايل توانا وايي، د طالبانو حکومت د ښځو په ځپلو سره د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې سرغړونه کړې ده.

هغې وویل: "لکه څنګه چې د بشري حقونو د اعلامیې په لومړۍ او دویمه ماده کې ټینګار شوی چې انسانان باید د برابرۍ، ازادۍ او انساني کرامت حق ولري او بشري ازادي يې باید تر پښو لاندې نه‌شي، خو له بده‌مرغه طالبانو د اعلامیې له دې ټولو مادو څخه سرغړونه کړې ده. په دې دوو کلونو کې يې د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه نقض کړې ده. موږ اوس هم د طالبانو په زندانونو کې څلور اعتراض کوونکي ښځې لرو چې له بده‌مرغه په ډېرو سختو شرایطو کې شکنجه کېږي."

ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړای شوي دي.
ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړای شوي دي.

طالبانو مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي.

څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړای شوي دي.

طالبانو د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلي او په کورنیو او نړیوالو غیردولتي موسسو دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو کار منع اعلان کړی دی.

د طالبانو دغه اقدامات په افغانستان کې دننه او بهر له زیاتو عکس العملونو او انتقادونو سره مخامخ شوي، خو بیا هم د طالبانو دریځ نرم شوی نه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG