د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

خبرونه

ملګري ملتونه او د اسلامي همکارۍ سازمان: د افغان سېلاب ځپلو بېړنی ملاتړ دې وشي

افغان سېلاب ځپلي
افغان سېلاب ځپلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ځانګړی همغږی کوونکی انډریکا راټواټ د وروستیو سېلابونو وروسته؛ د افغانانو په بېړني ملاتړ ټینګار کړی دی.

هغه پرون ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د لسو اغېزمنو هېوادونو په کتار کې ولاړ دی.

ښاغلي راټواټ زیاته کړې، اقلیمي ټکانونه اغېزمنې ټولنې له‌منځه وړي او د اقلیمي بدلون سره د ځان برابرونې لپاره د افغانانو بېړنی ملاتړ مهم دی.

په همدې حال کې د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو د راټولولو غوښتنه او غږ کړی.

دې سازمان تېره شپه ناوخته یوه اعلامیه کې له خپلو ټولو غړو هېوادونو، د نړۍ له نورو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو افغانانو سره ژر تر ژره ژوند ژغورونکي مرستې وکړي.

سیف د چلډرن: د بغلان د ۶۰۰ زرو سېلاب ځپلو تر نیمایي زیات ماشومان دي

بغلان کې یو شمېر سېلاب ځپلي ماشومان
بغلان کې یو شمېر سېلاب ځپلي ماشومان

د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰ زره کسان اغېزمن شوي چې له دې شمېر ۳لکه ۱۰ زره ماشومان دي.

دې ادارې پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې په افغانستان د "Save the children" د مشر ارشاد ملک له قوله لیکلي: "د سېلابونو له امله کلي او کورونه ویجاړ شوي، ماشومانو هر څه له لاسه ورکړي او ژوند یو مخ له‌منځه تللی."

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو بللی چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر اغېزمن شوی، خو ورسره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالي لري.

سیف د چلډرن په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې باید په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د کړکېچ د سمدستي او اوږدمهاله اغېزو د له‌منځه‌وړو لپاره لپاره لا ډېرې مرستې متمرکزې کړي.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم له پلوه ډېر اغېزمن شوي خو د اقلیم له کړکېچ سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

ملګري ملتونه: طالب چارواکو سره سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو پر همغږي کولو بوخت یوو

افغان سېلاب ځپلي
افغان سېلاب ځپلي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په افغانستان کې د سېلابونو له امله په اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني او سېلاب ځپلو سره همدردي ښودلې ده.

د هغه ویاند سټېفن دوجاریک د ښاغلي ګوتریش له قوله خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، ملګري ملتونه او په افغانستان کې د دوی شریکان له طالب چارواکو سره سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې په همغږۍ بوخت دي.

ښاغلي ګوتریش د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا هیله یې کړې.

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو سلګونه کسان مړه کړي او سلګونه نور ټپیان دي.

د یو شمېر کسانو د ورکېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

امریکا کې د یوه سخت او نادره جیومقناطیسي توپان خبرداری ورکړل شوی

ارشیف
ارشیف

د امریکا د سمندرونو او اتمسفیر ملي ادارې پرون د یوه سخت او نادره جیومقناطیسي توپان خبرداری ورکړ.

د راپورونو له مخې، یو غیرمعمول او قوي لمریز باد په ځمکه لګیږي چې ښايي راتلونکې اوونۍ په امریکا کې سپېدې چاودې/لمریزې وړانګې رامنځته او د بریښنا او نورو ارتباطاتو بهیر له خنډ سره مخ کړي.

د دغه لمریز باد اثرات به دا اوونۍ او ښايي بله اوونۍ هم دوام ولري او اړوندو امریکايي ادارو ورته تدابیر نیولي دي.

د فضایي اقلیم د وړاندوینې د مرکز متخصص راب ستینبرګ ویلي د دغه لمریز باد یا توپان په وخت خلک کوم کار ته اړ نه دي.

د اوکراین ولسمشر په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او په ختیځ دونیتسک سیمه کې یې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله.

زېلېنسکي پرون ماښام (د مې ۱۱مه) په خپله وېډيويي وينا کې وويل چې نن تمرکز له روسيې سره د جګړې په لومړۍ کرښه او په هغو سيمو کې دی چې د روسيې د یرغلګرو اقداماتو خطرونه په کې ډېر دي.

زیلینسکي دا هم وویل چې د دونیتسک د پوکروفسک په سیمه کې وضعیت ډیر ستونزمن او کړکېچن دی.

پرون د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې شاوخوا ۱۷۰۰ ولسي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول ځکه د روسي ځواکونو له خوا توغندیز بریدونه کېدل او اوکراییني پوځ هم په ډېرو سیمو کې د هوايي بریدونو خبرداری ورکړی وو.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شو، لا هم دوام لري.

نیمروز کې څه باندې ۱۰۰ کیلو ګرامه تریاک نیول شوي او له منځه وړل شوي

ارشیف
ارشیف

په نيمروز ولايت کې څه دپاسه سل کيلوګرامه ترياک کشف او هم څه باندې ٢٣٠٠ کيلوګرامه اومان له منځه یوړل شول.

اومان یو غرنی بوټی دی چې د راپورونو په اساس د مخدره موادو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.

باختر اژانس د نيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو يو مسوول عبدالواسع په حواله وايي چې دوه تنه يې هم د ١٠٨ کيلوګرامو تریاکو د قاچاق په تور نيولي دي.

طالب چارواکو همداراز ویلي چې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې ۱۰۹ جریبه تریاک اړول شوي او ۲۳۰۰ کیلوګرامه اومان له منځه وړل شوي.

طالبان په داسې حال کې د افغانستان په لوېدیځ کې د نشه يي توکو د کشف او له منځه وړلو خبره کوي چې د ایران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې چارواکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید په حجم کې کوم بدلون نه دی راغلی.

کابل نن د یوه ملي او نړیوال صنعتي نندارتون کوربه دی

څه موده مخکې کابل کې د افغانستان - قزاقستان ګډ صنعتي نندارتون ترسره شو
څه موده مخکې کابل کې د افغانستان - قزاقستان ګډ صنعتي نندارتون ترسره شو

د صنعت اونۍ په مناسبت نن (یکشنبه د مې ۱۲مه) په کابل کې یو ملي او نړیوال نندارتون جوړېږي.

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت پرون (مۍ ۱۱) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه نندارتون به د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په حضور کې پرانیستل شي.

اعلامیې نه دي ویلي چې په دغه نندارتون کې کوم هېوادونه ګډون کوي او ایا افغان سوداګرې مېرمنې هم په دغه نندارتون کې د ګډون اجازه لري او که نه؟

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، یو شمېر سوداګرو ښځو په پرله پسې ډول د دوی پر فعالیتونو او په نندارتونونو کې د ګډون د محدودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

جاپان افغان زده کړیالو ته د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه اعلان کړي

د جاپان بیرغ
د جاپان بیرغ

په کابل کې د جاپان سفارت د افغانانو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا د بورسونه اعلان کړي دي.

سفارت د شنبې په ورځ (مې ۱۱) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه بورسونه د هغو افغانانو لپاره دي چې عمرونه یې تر ۳۵ کلونو کم وي او په ۲۰۲۵ کال کې په جاپان کې د زده کړو لېوالتیا ولري.

د اعلان له مخې، کومو کسانو ته چې د دې بورسیو له لارې جاپان ته استول کېږي د میاشتې ۱۴۰زره ینه یا ۱۰۰۰ ډالره ورکول کېږي.

د جاپان سفارت دا هم ویلي چې دا پروسه به د "آغا خان" بنسټ په همکارۍ ترسره شي او وروستۍ پایلې به یې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې اعلان شي.

راشد خان د بغلان سېلاب ځپلو ته د مرستې کمپاین پیل کړی

د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې مشهور لوبغاړی راشدخان
د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې مشهور لوبغاړی راشدخان

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشدخان ویلي په بغلان او نورو ولایتونو کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره د مرستو د راټولولو کمپاین پيلوي.

راشدخان په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په وروستیو سېلونو کې خلکو ته په اوښتيو زیانونو خواشینی دی او هر څه یې چې په وس پوره وي د زیانمنو د مرستې لپاره یې ترسره کوي.

راشدخان تر دې مخکې هم د طبیعي پېښو له زیانمنو په تېره بیا د هرات او پکتیکا له زلزه ځپلو سره د کمپاینونو له لارې مرستې کړي.

تر راشدخان مخکې یوه افغان سوداګر میرویس عزیزي هم ژمنه کړې چې سېلاب ځپلو خلکو ته یې ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې کړې ده.

سوداګر او د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې مالک جاوید افریدي هم له سېلاب ځپلو افغانانو سره د لسو میلیونو پاکستاني روپیو مرسته اعلان کړې.

په بغلان او څو نورو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او زرګونه کورونه یې تخریب کړي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو

د فلسطین بیرغ
د فلسطین بیرغ

د ملګروملتونو عمومي اسمبلې پرون هغه پرېکړه لیک ته رایې ورکړې چې طرحه یې د عربي هېوادونو او فلسطینیانو له خوا وړاندې شوې وه او پر امنیت شورا یې هم غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴ غړي په توګه د فلسطین د غړیتوب پر غوښتنه غور وکړي.

د عمومي اسمبلې ۱۹۳ غړو د ۱۴۳ مثبتو، ۹ مخالفو او ۲۵ ممتنع رایو په ورکولو سره د فلسطینیانو لپاره یو لړ تازه حقونه او امتیازونه تصویب کړل.

د امریکا متحدوایالتونو د اپریل په اتلسمه د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ وکړ چې تطبیق یې په ملګرو ملتونو کې د خپلواک دولت په توګه د فلسطین غړیتوب ته لاره اواروي.

دا هغه هیله ده چې فلسطینیانو له کلونو کلونو راهیسې درلوده خو اسراییلو یې مخه نیولې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG