د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د تورو ټاکل (Fonts)

د تورو ټاکل (Fonts)

د تورو یا فونټونو ډولونه

د ازادي راډیو پښتو وېب سایټ د پښتو ژبې د تورو یا فونټونو او کرکټرونو ځانګړي ډولونه کاروي. کېدای شي ځینې وختونه د پښتو ژبې دغه ځانګړي فونټونه او کرکټرونه د فونټونو د معمولي ډولونو په واسطه په سمه توګه د لیدو وړ نه وي. له همدې کبله په کره او دقیقه توګه د ازادي راډیو د پښتو وېب سایټ د فونټونو او کرکټرونو د ترلاسه کولو او لیدو لپاره، اړتیا ده ترڅو د یونیکوډ (Unicode) د یوه یا څو فونټونو څخه کار واخلئ.

که تاسو کله د ازادي راډیو په پښتو وېب سایټ کې د تورو او کرکټرونو پر ځای، دا ډول (□) بکسونه او یا هم (؟) علامه وینئ، په دې مانا ده چې ستاسو په سیسټم کې د ازادي راډیو د پښتو وېب سایټ لپاره د اړتیا وړ یو یا څو فونټه نه دي نصب شوي.

ټایمز نیو رومن (Times New Roman MS) فونټ

ټایمز نیو رومن فونټ د مایکروسافټ افېس (Microsoft Office) په خپرونه کې شامل دی. د ټایمز نیو رومن فونټ د نصبولو په برخه کې د اړتیا وړ لارښود د ترلاسه کولو لپاره، هیله ده لاندې پتې ته مراجعه وکړئ:

Microsoft Office 2003

د اریل یونیکوډ فونټ (Arial Unicode MS)

اریل یونیکوډ فونټ د وېنډوز له عامل سیسټم (Microsoft Windows Operating System) سره ضمیمه شوی، په اټوماټیک ډول د وېنډوز له عامل سیسټم سره یو ځای په کمپیوټر کې نصب کېږي.

که تاسو د وېنډوز عامل سیسټم او یا مایکروسافټ آفېس نه کاروئ، په کره او سمه توګه د ازادي راډیو د پښتو وېب سایټ او د ازادي راډیو اړوند نورو وېب سایټونو د لیدو او ترلاسه کولو لپاره، تاسو کېدای شي وکولای شئ د اریل فونټ یونیکود او یا لېنوتایپ پله تینو فونټ پر ځای یو ورته او د هغه پر ځای فونټ د انټرنټ له لارې ولټوئ او پيدا کړئ.

XS
SM
MD
LG