د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

په انټرنټ کې د شخصي حریم د محرمیت پالېسي

په انټرنټ کې د شخصي حریم د محرم ساتنې په باب پالېسي

د ازادي راډیو سایټ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) د مطالبو کارولو اجازه

د مطالبو بیا چاپول د اډیوګانو او وېډیوګانو بیا کارول

ازادي راډیو چې د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) څانګه ده، هر چا ته اجازه ورکوي چې د دې راډیو له مطالبو استفاده وکړي، بیا یې خپاره کړي او د وېب پاڼې مطالب یې له نورو خلکو سره شریک کړي.


موږ په دې خوشالېږو چې تاسو د ازادي راډیو (RFE/RL) مطالب په خپلو وېب پاڼو کې خپاره کړئ، اېمېلونو ته یې واچوئ، خبري ګروپونو ته یې ووېشئ، خو د ازادي رادیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) د مطالبو پلورل یا خرڅول بالکل منع دي.

کله چې تاسو د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) مطالب کاروئ نو په کار ده چې د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) نوم ورسره یاد کړئ.

کله چې د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) کوم مطلب خپروئ نو دا شرایط په پام کې ولرئ:

* ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو rferl.org ورسره لېنک کوئ:

* او له هر مطالب سره دا لاندېني معلومات چاپ کړئ:

Copyright (c) 2011. RFE/RL, Inc. Reprinted with the permission of Radio Free Europe/Radio Liberty, 1201 Connecticut Ave., N.W. Washington DC 20036.

او کله چې د یو مطلب یوه برخه اخلئ نو په کار ده چې تاسو دا ورسره ولیکئ چې دا د پلانکي مطلب برخه ده او د دې مانا، نوم او مفهوم به نه اړوئ. په دې مورد کې د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) ټول حقوق خوندي دي او پر تاسو هر وخت د خپلو مطالبو د بیا کارولو لاره بندولی شي.

ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) پر انټرنټ ژوندۍ خپرونې او د هغې د ۱۸ نورو ژبو خپرونې یوازې او یوازې د خپلو اورېدونکو د شخصي استعمال لپاره دي. زموږ هېڅ خپرونه د هغې د مطالبو خپرول او د هغې د نورو پروګرامونو کارول ازادي راډیو/ دازادې اروپا راډیو (RFE/RL) د چارواکو له رسمي اجازې پرته نه شي خپرېدای.

که غوائ چې د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) خپاره شوي لیکلي مطالب، عکسونه، اډیوګانې، وېډیوګانې بیا وکاروئ، نو لطفا دې برېښنالیک ته web@rferl.org ایمېل راواستوئ.

د درېیمګړې - ډلې مطالب

د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) ځینې تیار شوي مطالب په بهرنیو آژانسونو (د درېیمګړې - ډلې مطالب) پورې اړه لري، لکه اسوشېټېډ پرېس، رویټرز، فرانس پرېس اژانس، ایتارتاس او داسې نور. نو مخکې له دې چې د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) مطالب چې په کې د (د درېیمګړې-ډلې مطالب) وي وکاروئ په کار ده چې د دې لپاره نه یوازې دا چې له ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) څخه اجازه واخلئ بلکې (د دریمګړې - ډلې مطالب) له څښتنه هم، چې ټول حقوق ورسره خوندي دي، اجازه واخلئ.

بهرنیو سایټونو ته لینکونه «links» ورکول

ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) اکثره وخت د هغه چا وېب سایټونو لینکونه چې اشخاص یا ادارې یې چلوي له خپل سایټ سره نښلوي چې د (RFE/RL) برخه نه دي. د ازادي راډیو (RFE/RL) پر خپله وېب پاڼه د هغه چا لېنکونه اچوي چې بې ګتې او بې پرې (بې طرفه) ادارې دي او ولسي خدمت ته وقف وي. ازادي راډیو (RFE/RL) له دغو بهرنیو وېب پاڼو سره هېڅ سروکار نه لري او نه هم د هغوی مطالب، کړنې، تولیدات او خدمات خپل بولي او نه هم (RFE/RL) د هغوی د مطالبو، چلوونکو، کره والي، کیفیت، اعلانونو، تولیداتو، خدماتو او یا هم د دوی پر وېب پاڼو د خپرو شویو نورو مطالبو مسؤلیت پر غاړه اخلي او نه هم (RFE/RL) د دغو وېب پاڼو له خوا د خپرو شویو موادو له امله رسېدونکی زیان او تاوان پر خپله غاړه اخلي او نه هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول د دې مسؤلیت مني.

د مأخذ یا حوالې ورکولو طریقه

کله چې د (RFE/RL) مطالب د خپلو علمي چارو لپاره کاروئ، نو لطفاً مأخذ مه هېروئ. د حواله ورکولو لپاره دغه سایټونه کتلی شئ.

APA:
Electronic Reference Formats Recommended by the American Psychological Association

Chicago & Turabian:
A Brief Citation Guide for Internet Sources in History and the Humanities (by Melvin E. Page)

General Resource:
Karla's Guide To Citation Guidelines

په انترنټ کې د شخصي راز ساتنې په باب د ازادي راډیو تګلاره

ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) په دې باور لري چې د انټرنټ کارونکو د شخصي راز حق خوندي دی او څوک چې زموږ انټرنټ کاروي د هغوی هېڅ څارنه نه کېږي.

ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) تر خپله وسه چې ممکنه وي هڅه کوي خپلو انټرنټ کارونکو ته تر ټولو ښه خبرونه راټول کړي او د خپل سایټ لیدونکو په اړه له دوی څخه دوه ډوله معلومات راټولوي:

• د هغو کسانو د برېښنا لیکونو پتې (اېمېل پتې) چې غواړي د ازادي راډیو/ ازادې اروپا راډیو/ په وېب پاڼه کې د انټرنټ له لارې ګډون وکړي.
• او "احصاییوي معلومات" ازادي راډیو د خپلې وېب پاڼې د کتونکو شمېر ثبتوي. د اېمېل پته

که څوک وغواړي چې د ازادي راډیو خبرپاڼې ترلاسه کړي، خپل اېمېلونه دې موږ ته راکړي. موږ د خپلو ګډونوالو په باب او یا د هغوی د اېمېل په اړه په هېڅ صورت درېیمګړي ته معلومات نه ورکوو.

ستاسو له اېمېل پتې (ادرسه) له دې پرته چې خپلې خبرپاڼې پرې درولېږو. بله هېڅ راز ګټه نه پورته کوو او حتی د دې ادارې نورو داخلي څانګو ته یې هم نه ښیو.

د ازادي راډیو د خبرپاڼو ګډونوال د دې راډیو د خبرپاڼو د ترلاسه کولو لپاره خپل ګډون هر وخت چې وغواړي، پای ته رسولی شي. د دې کار لپاره د ازادي راډیو په انترنټي خبرپاڼو کې لارښوونه ولولئ. که له ګډون د وتلو له مشکل سره مخامخ شوﺉ، د ازادي راډیو په انترنټي خبرپاڼه کې د لیکل شوي اېمېل او یا هم د دې web@rferl.org اېمېل له لارې اړیکه ونیسئ.

د کتونکو د شمېر ثبتول یا احصاییوي معلومات

د اکثرو سایټونو په څېر د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) وېب پاڼه هم د هغو کسانو شمېر معلوموي چې د دې راډیو وېب سایټ ویني. د دې کار هدف دا دی چې ځان ته څرګنده کړي چې څومره خلک، له کومو هېوادونو د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) کومې پاڼې او برخې ویني.

د دغو معلوماتو د ترلاسه کولو هدف دا نه دی چې تاسو څوک یاست، بلکې یوازې د هغه کمپیوټر شمېره ثبت کېږي چې د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) وېب پاڼه یې لیدلې ده.

هغه پروګرام چې دا ډول معلومات او شمېرې ریکارډوي د "cookie to track" په مرسته چلېږي. د ازادي راډیو سایټ د ازادې اروپا راډیو (RFE/RL) ته د لیدونکي د راتګ په وخت "cookie to track" ثبت کېږي او چې کله ترې ووت "cookie to track" بېرته حذف او له منځه ځي.

راټول شوي معلومات یعنې د لیدونکو شمېر، هېواد او نور یوازې د ازادي راډیو د وېب پاڼې د کیفیت د معلومولو او ښه کولو لپاره دي، نه د کومې بلې استفادې لپاره.

که وړاندیز لرﺉ او یا نورې پوښتنې، هیله ده له دې web@rferl.org پتې له موږ سره اړيکه ونیسئ.

XS
SM
MD
LG