د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

د لوبو له میدانه؛ کرکټ بورډ ولې پر ۳ لوبغاړو بندیزونه ولګول؟


نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل حق ( افغان کرکټ لوبغاړي)
نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل حق ( افغان کرکټ لوبغاړي)

د دې اوونۍ د لوبو له میدانه په اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورئ چې:

افغانستان په نارسمي سیالیو کې اماراتو ته ماتې ورکړه، خو د نړیوالو شل اوریزو سیالیو نوملړ یې ولې نه دی اعلان کړی؟

د کرکټ بورډ له لوري پر نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل حق فاروقي لګول شوي بندیزونه، لاملونه یې څه دي؟

افغانستان له عربي متحده اماراتو څخه نارسمي یو ورځنۍ سیالۍ وګټلې.

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو یوه ډلګۍ له اماراتو سویلي افریقا ته رسېدلې، خو لا هم رسمي نوملړ نه دی خپور شوی.

کرکټ بورډ غواړي یو وار بیا ټروټ د ملي لوبډلې روزونکی وګوماري، خو شرطونه څه دي؟

په کابل کې د وزلوبې د پینځم پړاو سیالۍ پیل شوې دي.

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي بدخشي دا ځل ماتې خوړلې ده.

او د خپرونې په دویمې نیمايي کې به د کرکټ بورډ له لوري په لوبغاړو د لګېدلو بندیزو په تړاو له پخواني لوبغاړي دولت خان احمدزي سره ځانګړې مرکه درته خپره کړو.

په دې خپرونه کې ګڼ نور مطالب هم شته.

دا خپرونه هره اوونۍ بختیار ساحل چمتو کوي.

د لاندې لینک په کیکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:27 0:00
XS
SM
MD
LG