د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

آر اِس اِس (RSS)

آر اِس اِس (RSS)

آر اِس اِس (RSS)

آر اِس اِس څه شی دی؟

آر اِس اِس د (Really Simple Syndication) لنډه بڼه ده. آر اِس اِس ټکنالوژي تاسو ته دا امکان درکوي چې زموږ له وېب پاڼې څخه په ډېره اسانۍ معلومات او مطالب لاس ته راوړﺉ. تاسې به دې ته نور اړتیا نه لرﺉ چې هر وخت د یوې موضوع د موندلو لپاره زموږ په وېب پاڼه کې لټون (سرچ) وکړﺉ. دا پروګرام داسې عیارولی شئ چې د آر اِس اِس (RSS) له لارې مو هره موضوع یا خبر، چې ستاسو په کار وي، وروسته له دې چې په وېب پاڼه کې خپور شي، په اتومات ډول په کمپیوټر کې ډاونلوډ شي.

له آر اِس اِس څخه څرنګه کار واخلو؟

په عمومي ډول په لومړي ګام کې تاسو خبر لوستونکي (news reader) پروګرام ته اړتیا لرﺉ. خبر لوستونکی داسې پروګرام دی چې د (new reader) د نویو خپرو شویو معلوماتو د موندلو لپاره د (RSS) سرچینې څېړي.

خبر لوستونکی (news reader) مختلف پروګرامونه لري. ځینې یې د وېب براوزرونو له لارې ترلاسه کېدای شي، ځینې نور پروګرامونه یې په جلا توګه ډاونلوډ کېږي او په کمپیوټر کې نصب یا انسټال کېږي.

ټول خبر لوستونکي پروګرامونه د وېب براوزرونو (browsers) له لارې د ترلاسه کېدو وړ دي او د هر کمپیوټر له لارې یې په هر ځای کې ترلاسه کولای شئ خو د (RSS) جلا جلا ډاونلوډ شوي پروګرامونه یوازې په هماغه کمپیوټر کې ترلاسه کېدای شي چې په کې انسټال شوي وي. دا شی د اېمېل لپاره د اوټ لوک (Outlook) د پروګرام نصب او ډاونلوډ ته ورته دی. دغه راز دا پروګرام له انټرنټ څخه د هاټ مېل (Hotmail) اېمېلي خدماتو ته ورته والی لري.

د آر اِس اِس (RSS) مستقل پروګرامونه

له ګوګل (Google) وېب سایټ څخه هم چې یوه اسانه او ساده وسیله ده، استفاده کولای شئ. تاسو په انټرنټ کې د ساده سرچ یا لټون له لارې په بېلابېلو ژبو نور خبر لوستونکي (news reader) موندلی شئ.

کله چې مو د خپلې خوښې وړ خبر لوستونکی (news reader) پروګرام غوره کړ، بیا نو باید پرېکړه وکړﺉ چې په خپل خبر لوستونکي (news reader) کې د کوم ډول مطالبو ترلاسه کول غواړﺉ. دا کار په مربوطه آر اِس اِس (RSS) کې د ګډون له لارې کېږي.

د براوزرونو (browsers) له لارې د آر اِس اِس (RSS) ترلاسه کول

Your browser may not support display of this image. موزیلا فایرفاکس (Firefox)، مایکروسافټ انټرنټ اکسپلورر (Explorer 7.x) او اوپرا(Opera) براوزرونه هم آر اِس اِس (RSS) حمایه (support) کوي. که آر اِس اِس (RSS) کېکاږﺉ، په اتومات ډول به یې براوزر (browsers) پرانیزي.

د پاڼې په پاسنۍ برخه کې درڅخه پوښتل کېږي چې ایا غواړﺉ په آر اِس اِس کې ګډون وکړﺉ، او چېرته یې ثبتوﺉ. که بوک مارکس (Bookmarks) مو فعال وي دا عملیه په اتومات ډول په بلاګ لاین (Bloglines)، مای یاهو (My Yahoo) او ګوګل (Google) پروګرامونو کې تنظیم شوی دی.

وروسته له دې چې په آر اِس اِس (RSS) کې مو ګډون وکړ، زموږ د وېبپاڼې وروستي خبرونه او معلومات به په اتومات ډول ترلاسه کړﺉ.

XS
SM
MD
LG