د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

اروپا کې ۵۱۳۴۴ بې سرپرسته کډوال ماشومان ورک شوي؛ په هرو درېیو کې یو افغان ماشوم دی


ارشیف: اروپا ته په لاره په صربستان کې کډوال
ارشیف: اروپا ته په لاره په صربستان کې کډوال

د یوې نړیوالې څېړنې پایلې ښیې چې په تېرو درېیو کلونو کې تر ۵٠زرو ډېر بې سرپرسته کډوال ماشومان لادرکه شوي چې په هرو درېیو ماشومانو کې یو یې د افغانستان دی.

د یوې نړیوالې څېړنې پایلې ښيي چې په تېرو درېیو کلونو کې ۵۱۳۴۴ بې سرپرسته کډوال ماشومان، اروپايي هېوادونو ته له ننوتلو وروسته ورک شوي دي.

دا څېړنه د پولې هاخوا خبریالانو په همکارۍ د "په اروپا کې د لادرکه شویو" ډلې له‌خوا او د شاوخوا ۳۱ اروپایي هېوادونو څخه د راټول شویو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوې چې د ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳م کلونه پوښي ښیې چې په هرو درېیو ماشومانو کې یو یې د افغانستان دی.

نور ماشومان د سوریې، مصر، تونس او مراکش وګړي دي.

په اروپا کې د لادرکه شویو ډله وايي، اصلي شمېره ښايي تر دې هم لوړه وي، ځکه چې د قضیو په اړه کافي اسناد نه‌شته او ځینې هېوادونه د داسې ماشومانو په اړه معلومات نه راټولوي.

ارشیف: اروپا ته پر لاره د بېلابېلو هېوادونو کډوال
ارشیف: اروپا ته پر لاره د بېلابېلو هېوادونو کډوال

دغه څېړنه چې د ورک شویو ماشومانو د اصلي هېواد، جنسیت او عمر له مخې ګروپ بندي شوې، دا هم زیاتوي چې په تېرو درېیو کلونو کې هره ورځ شاوخوا ۴۷ ماشومان اروپا ته له ننوتلو وروسته ورک شوي دي.

د "په اروپا کې د لادرکه شویو" ډلې د څېړنې له مخې، ایټالیا او اتریش د ورک شویو کډوال ماشومانو ترټولو لوی شمېر ثبت کړی او بیا وروسته په ترتیب سره بلجیم، آلمان او سویس، د دې مواردو د ثبت لوړ شمېر لري.

د "په اروپا کې د لادرکه شویو" ډلې سرمنشي اخي لیون په اروپا کې د دې شمېر بې سرپرسته کډوال ماشومانو ورکېدل ټکان ورکوونکی او د اندېښنې وړ بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اروپا ته د تللو په لاره کې د یو شمېر لادرکه شویو افغان ماشومانو خپلوان وايي چې لا هم د دوی د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

په کابل کې د یوه ۱۷ کلن افغان ماشوم امېد خپلوان وايي چې هغه د ۲۰۲۰م کال په وروستیو کې اروپا ته د تګ پر مهال په یونان کې ورک شوی او کورنۍ یې په اړه اندېښمنه ده او لا هم ورته په تمه ده.

هغه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې امېد یوازې یو زوړ مور او پلار لري چې د ځان او د هغوی د ملاتړ لپاره یې اروپا ته د نا قانونه کډوالۍ لاره خپله کړې وه.

هغه زیاتوي: "دا هوډ يې کړی و چې ورو ورو اروپا خوا ته ولاړ شي او له مور او پلار سره څه ناڅه مرسته وکړي، کله چې یونان خوا ته ولاړ له هغه وخته تراوسه لا درکه دی."

د ماشومانو د حقونو کارپوهان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته اقتصادي کړکېچ، اروپايي هېوادونو ته د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ د ډېرېدو لامل بولي.

یو له دوی څخه اسد ازادي راډیو ته وویل: "اقتصادي علتونه د دې لامل شول چې د کډوالۍ کړکېچ رامنځته شي. ١٢، ١۴ او ١٦ کلن ماشومان د کورنۍ له‌خوا یا یې هم خپله دې ته اړ شول چې وطن پرېږدي، ایران ته راشي او د ایران له لارې د ترکيې پولو او همدې توګه اروپا په لور لاړ شي."

ارشیف: د بېلابېلو هېوادونو دغه کډوال د یونان په لاره هڅه کوي چې ارويايي هېوادونو ته لاړ شي.
ارشیف: د بېلابېلو هېوادونو دغه کډوال د یونان په لاره هڅه کوي چې ارويايي هېوادونو ته لاړ شي.

په اروپا کې لادرکه شویو ډلې د څېړنې موندنې دا هم ښيي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته اروپايي هېوادونو ته د تلونکو افغان ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر مخکې په ۲۰۲۱م کال کې د په اروپا کې د لادرکه شویو ډلې ویلي وو چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰م کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۱۸ زره بې سرپرسته کډوال ماشومان په اروپايي هېوادونو کې ورک شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG