د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

طالب چارواکي: وروستیو سېلابونو ۸ تنه مړه او ۳ نور ټپيان کړي


ارشیف
ارشیف

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي په تېرو څلورو ورځو د دغو اورښتونو او سېلابونو له امله په ۱۵ ولایتونو کې ۸ کسان مړه او درې نور ټپي شوي دي.

د یاد شوي وزارت ویاند، ملا جانان سایق رسنیو ته په یوه استولي پيغام کې، د روان کال د غويي میاشتې له شپږمې نېټې راوروسته، د سېلابونو او ورښتونو د روانې څپې د زیانونو په اړه ویلي: " همدارنګه تقریبا ۱۴۰ کورونه په بشپړ او جزوي ډول ویجاړ شوي دي. ۲۰ جریبه کرنیزه ځمکې هم ویجاړه شوې ده. همداشان د سېلابونو له امله په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۰ کیلومتره سړکونه هم تخریب شوي دي. او تقریبا۳۰ څاروي هم تلف شوي دي."

ملا جانان سایق ویلي دا زیانونه په کندهار، نورستان، بادغیس، غور، ننګرهار، میدان وردګ، هرات، سمنګان، پنجشېر، لغمان، کونړ، بغلان، کندوز، سرپل او پروان ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

نوموړي تر دې مخکې د وري له ۲۲مې نیټې څخه د غويي تر لومړۍ نېټې، د اورښتونو او سیلابونو له امله د مړو شمیر ۹۹ او د ټپيانو شمېر ۶۳ تنه ښودلی و.

په تېرو څلورو ورځو کې د سېلابونو او ورښتونو له امله یو شمېر زیانمن شوي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کوي چې تر اوسه یې هیڅ ډول مرسته نه ده تر لاسه کړې.

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ د مویې کلي اوسیدونکی، حزب الله چې کور یې د سېلابونو له امله زیانمن شوی وايي:" هیڅ رقم مرسته نه ده شوې، یو ځای نه هم مرسته نه ده شوې. دېوال هم هماغه شان پروت دی نه مو دی جګ کړی. اوس نور دېوال هم لوېدلی دی. ټوله کوټه کیناستلې ده."

د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکي غوث الله توحیدي ازادي راډيو ته وویل: " ټول کورونه د اوبو لاندې شوي دي، دا خلک مرستې ته اړتیا لري. د خلکو کورونه په اوبو کې بند پاتې دي، ډېری کورونه اوبو وړي دي."

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ، د خلکو شورا مشر، محمد حسین، د یادې ولسوالۍ په حاجي محمد نعیم کلي کې د تېرې ورځې د بارانونو له امله د ورپېښو زیانونو په اړه وايي: " د خلکو کورونه یې وران کړي. شاوخوا لس دولس کورونو څخه مو ماشومان او مېرمنې وایستل نور ټول کورونه وران شوي دي. د دې کلي په کورونو کې لا هم سېل روان دی، هیچا پاملرنه نه ده کړې."

دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند، ملا جانان سایق رسنیو ته په لېږل شوي ویډيويي پيغام کې ویلي چې زیانمن شویو کسانو ته د رسېدنې په موخه، د بېلابېلو ولایتونو د مقام تر نظارت لاندې به د کمېسیون غونډه جوړیږي او دوی سره د مرستې لړۍ روانه ده.

ارشیف
ارشیف

وروستیو سېلابونو او ورښتونو نه یوازې دا چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونو اړولي؛ بلکې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د خلکو تګ راتګ او عادي ژوند هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

په هغه ویډيو ګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي، لیدل کیږي چې دې سېلابونو د ننګرهار، پنجشېر، هلمند، بغلان، بامیان او بدخشان ولایتونو په ګډون د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په ښارونو او کلیو کې، د خلکو تګ راتګ، عادي ژوند او کار او بار ستونزمن کړی دی.

د لغمان اړوند په درونټې سیمه کې پرون د ورښتونو په ترڅ کې د غره ښوېیدنې له امله دوه مسافر وړونکې موټرې تر ډبرو لاندې شوې چې څلور تنه په کې مړه شول او د کابل جلال اباد لویه لار هم د لنډ وخت لپاره د موټرو پر مخ تړل شوې وه.

د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې لخوا، نن، د وري په ۹مه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې ورېدو، تېز باران، تالنده برېښنا، نسبتا تېز بادونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

یادې ادارې ویلي چې د بارانونو کچه په بېلابېلو سیمو کې به له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG