د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

دیني عالمان: له معتاد سره باید ښه چلند وشي


ارشیف: په افغانستان کې معتادین
ارشیف: په افغانستان کې معتادین

په افغانستان کې ورځ په ورځ د معتادینو ډېرېدو ته په کتو سره ډېری افغانان له معتادو ګاونډیانو څخه دا شکایت کوي چې د دوی له کورونو څخه غلا کوي او اولادونه یې په نشو اخته کوي، له همدې امله د ګاونډیتوب حقونه تر پښو لاندې کوي او له معتاد ګاونډي سره اړيکې پرې کړي.

خو دیني عالمان بیا له معتادو ګاونډیانو سره پر ښه چلند ټینګار کوي.

دوی وايي چې باید تر روغو خلکو له معتاد ګاونډي سره ښه چلند وشي.

د ګاونډیتوب ارزښت ته په کتو سره خپله معتادین څومره دا دیني اصول عملي کولای شي، د معتادینو ګاونډيان له څه ډول ستونزو سره مخ وي او د معتاد ګاونډي پر وړاندې د روغو ګاونډیانو مسوولیتونه څه دي؟

په دې اړه له دیني عالم مولوي احسان الحق حنفي سره مرکه شوې چې حنفي په پیل کې د اسلام له نظره د ګاونډیتوب پر ارزښت خبرې کوي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:42 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG