د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

راپور: طالبانو خپلسرو نیونو، شکنجو، ځورونو، وژنو، اختطاف او جبري کډوالۍ ته دوام ورکړی


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې په دې هېواد کې بشري حقونه په پراخه کچه نقض شوي او د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په دوام؛ د افغانانو خپلسرو نیونو، شکنجې، ځورونو، اختطاف، وژنو او ان جبري کډوالۍ ته دوام ورکړی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دې راپور په غبرګون کې د دوی تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره خبرو کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

نوموړي ویلي: "اسلامي امارت د حقونو د ورکړې په برخه کې اسلامي مکلیفت لري. دا چې د افغانستان خلک مسلمانان دي، حقوق یې هم په اسلامي شریعت کې تعرفېږي او ټول حقوق یې ورکول کېږي. دا چې امریکا او یا بل کوم غربي هېواد د حقوقو په اړه غږېږي، هغوی باید غربي فرهنګ په نورو هېوادونو تحمیل نه‌کړي. "

مجاهد: د افغانستان خلک مسلمانان دي، حقوق یې هم په اسلامي شریعت کې تعرفېږي او ټول حقوق یې ورکول کېږي.
مجاهد: د افغانستان خلک مسلمانان دي، حقوق یې هم په اسلامي شریعت کې تعرفېږي او ټول حقوق یې ورکول کېږي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور کې د افغان نجونو او ښځو وضعیت او د دوی په زده‌کړو، کار او نورو فعالیتونو د طالبانو له‌خوا لګول شویو محدودیتونو ته او بندیزونو ته په اشارې لیکل شوي: "طالبان د نجونو په زده‌کړو د محدودیت له پرېکړې په شا شوې نه‌دي او نه یې په دریځ کوم نرمښت لیدل کېږي. طالبانو د حکومت کولو لپاره قانوني لاره نه‌ده غوره کړې او ان ټول هغه نړیوال تعهدات یې تر پښو لاندې کړي چې افغانستان منلي دي."

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم د دې راپور د خپرېدو پر مهال وویل، طالبانو د خپلو فرمانونو له لارې افغان ښځې له ټولیز ژوند ګوښه کړي دي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې طالبان د ښځو لپاره محدود کاري فرصتونه لري. د نجونو لپاره د زده‌کړو مرکزونه تړل شوي او د "غیر اخلاقي چلند" په نوم د ښځو او نارینه‌وو وهلو ټکول زیات شوي دي."

بلېنکین: د "غیر اخلاقي چلند" په نوم د طالبانو لخوا د ښځو او نارینه‌وو وهلو ټکول زیات شوي دي.
بلېنکین: د "غیر اخلاقي چلند" په نوم د طالبانو لخوا د ښځو او نارینه‌وو وهلو ټکول زیات شوي دي.

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د دې یادونه هم شوې چې د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار بندیز د هغوی وضعیت ډېر خراب کړی او اوس‌مهال د کور په څلورو دېوالونو کې بندېوانې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د طالبانو د اوسني حکومت له‌خوا د قدرت په انحصار هم نیوکه شوې او زیاته شوې ده.

راپور کې راغلي: "طالبانو د موقت حکومت په نوم داسې جوړښت اعلان کړی چې ټول یې له خپلو وسله‌والو، ملایانو او دې ډلې ته د نږدې سیاسي کسانو له‌خوا جوړ شوی چې اکثریت یې پښتانه دي."

په دې راپور کې د طالبانو د اوسني حکومت په اړه په واضحه ټکو لیکل شوي چې متحده‌ایالات یې د رسمیت پېژندنې لپاره هیڅ ډول اراده نه‌لري.

د دې راپور یوه بله برخه بیا د بیان ازادۍ او د رسنیو سانسور او جدي محدودیت ته ځانګړې شوې او زیاتوي، طالبانو خبریالان نیولي، تاوتریخوالی یې ورسره کړی او د دوی په کارونو کې د پام‌ وړ لاس‌وهنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د طالبانو د اوسني حکومت له‌خوا د قدرت په انحصار هم نیوکه شوې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د طالبانو د اوسني حکومت له‌خوا د قدرت په انحصار هم نیوکه شوې

په راپور کې د مذهبي او ټولنیزې ازادۍ یادونه هم شوې چې طالبانو د مذهبي تنوع مخه نیولې او قومي او مذهبي لږکي له تعصب سره مخ شوي دي او تر خوا یې؛ دې ډلې په سوله‌ییزو راټولېدنو محدودیت وضع کړی او انټرنټ ته یې د غونډو د ګډون کوونکو لاس‌رسی هم محدود کړی دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور کې د داعش ډلې ترڅنګ، د طالبانو له‌خوا په جګړو کې د ماشومانو د استخدام په اړه هم لیکل شوي او زیاتوي، د طالبانو په نظامي لیکو کې له ۱۲ کلونو کم عمره ماشومان دنده لري.

خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې ادعا کړې چې خپلې لیکې یې تصفیه کړي او نړیوال قوانین یې عملي کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG