د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د افغانستان د څارنوالانو ټولنه: طالبانو تېرو ۱۰ ورځو کې ۲ نور څارنوالان وژلي


د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د لوی څارنوالۍ لوګو - ارشیف
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د لوی څارنوالۍ لوګو - ارشیف

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې، یو ځل بیا د افغان څارنوالانو د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

یادې ټولنې، په امریکا کې «څارنوالان د څارنوالانو لپاره» یا PFP په نوم په یوه کمپاین کې د افغان څارنوالانو د وضعیت په اړه په یوه بیان کې وویل: "په افغانستان کې د څارنوالانو پر وړاندې وحشت حیرانونکی دی. "

په دې بیان کې چې د اپریل په ۱۸مه د افغانستان د څارنوالانو ټولنې پر وېب پاڼه هم خپور شوی ادعا شوې چې "په تېرو لسو ورځو کې طالبانو یو پخوانی څارنوال، دوست محمد نیولی او وژلی او یو بل څارنوال یې شکنجه کړی چې نوم یې لا نه دی څرګند. "

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې په خپل بیا کې ادعا کړې چې د کابل له سقوط راهیسې تر ۲۶ ډېر څارنوالان وژل شوي.

یادې ټولنې دا ادعا هم کړې چې په افغانستان کې پاتې دي په دوامداره توګه په وېره کې ژوند کوي، اقتصادي ستونزو سره مخ او د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره پټیدو ته اړ دي.

په ورته وخت کې د افغانستان دننه یو شمیر څارنوالان د خپلو امنیتي او اقتصادي ستونزو څخه شکایت کوي.

په افغانستان کې یوې څارنوالې، د نوم نه ښودو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "هغه ټولې قضیې چې ما پرې کار کړی او هغه خلکو ته چې ما فیصلې کړي او بندیان شوي دي، اوس ازاد دي او زما ژوند رېښتیا هم په خطر کې دی. ټول پټ یو له کوره بهر نه شو تلای او مدام خپل موقعیت بدلوو. کار نشته وظیفه نشته د ټولو اقتصادي وضعیت خراب دی."

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې په بیان کې همدا شان راغلي ځینې څارنوالان دې ته اړ شوي چې خپل وطن پرېږدي، ګاونډیو هېوادونو ته پناه یوسي چې هلته له مالي ستونزو او نا معلوم برخلیک سره مخ دي.

پخوانۍ څارنواله، شیرین چې له دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې کډواله ده وايي چې د امنیتي ګواښونو له امله د افغانستان پرېښودو ته اړ شوه او اوس له ډېرو ستونزو سره مخ ده: "موږ په خورا ناوړه روحي حالت کې یوو، تل اندېښنه لرو چې نن یا سبا به د پاکستان د پولیسو لخوا ونیول شو او بېرته افغانستان ته ستانه شو. له بده مرغه هیڅ کوم بنسټ، سفارت او هېواد، د څارنوالانو وضعیت ته څرنګه چې باید توجه وکړي نه کوي."

د افغانستان یو شمېر پخواني څارنوالان - ارشیف
د افغانستان یو شمېر پخواني څارنوالان - ارشیف

د افغانستان د څارنوالانو ټولنه ادعا کوي چې د طالبانو د عدلیې وزیر او قاضي القضات د دوی په ټکو، د ډار او جبر معماران او د افراطي ایډیالوژیو پلوي دي.

په بیان کې ویل شوې چې طالبانو د افغانستان لویه څارنوالي، د افغانستان د څارنوالانو ټولنه او د افغانستان د عدالت غوښتنې ټولنه منحل کړه او بې شمېره مسلکي کسان یې په بې باورۍ او وېره کې اچولي دي.

ومو غوښتل د یادې ټولنې د ادعاوو او څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښتو خو نوموړي زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

هغه تر دې مخکې دا ډول راپورونه رد کړي دي.

د یادونې ده چې شا او خوا ۷میاشتې مخکې د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان ویلي وو چې د امریکا د څارنوالانو ټولنې لخوا ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې ۲۹ افغان څارنوالان یا د طالبانو یا د هغو مجرمینو له لوري وژل شوي یا شکنجه شوي چې د طالبانو له زندانونو خوشې شوي دي.

د طالبانو حکومت هغه مهال د دې ادعا په اړه هم نظر نه و څرګند کړی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG