د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

بیاځلي ژمنه؛ د اسراییل پوځ: د ایران برید بې ځوابه نه پرېږدو


پر اسراییل د ایران د حملې یو انځور
پر اسراییل د ایران د حملې یو انځور

د اسراییل پوځ یوځل بیا ژمنه کړې چې پر دې هېواد د ایران برید به بې ځوابه پرې نه ږدي.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هیرزي هالېوي پرون دوشنبې وویل چې د اسراییل پر خاوره د ایران د کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو لویې حملې ته به ځواب ورکړل شي، خو دا چې څنګه جزییات یې ورنه کړل.

ایران د شنبې په ماښام د شاوخوا ۳۰۰ توغندیو او ډرونونو په وسیله پر اسراییل برید وکړ.

دې برید هیڅوک ونه وژل او ډېر لږ مالي زیان یې واړاوه ځکه د اسراییلو او د هغه د متحدانو د هوايي مدافعې ځواکونو یې مخه ونیوله خو د ایران دې اقدام دا اندېښنې زیاتې کړې چې دا کړکېچ، چې ریښه یې د غزې په جګړه کې ده پراخ او د دې دوو پخوانیو دښمنانو ترمنځ د مخامخ جګړې باعث نه شي.

داسې مهال چې پر اسراییلو نړیوال فشار په ډېرېدو دی او ټول ترې غواړي چې د ایران د مستقیم برید پر وړاندې له ځوابي اقدام څخه ډډه وکړي د اسراییل خلک سترګې په لاره دي چې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو اقدام به څه وي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

رویټرز خبري آژآنس د اسراییلو د یوه جګپوړي چارواکي له قوله خبر ورکوي چې نتنیاهو پرون له ۲۴ ساعتونو په لږ وخت کې د دوهم ځل لپاره د جنګي کابینې غړي راوبلل څو د ایران د برید په اړه خبرې ورسره وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي باقري کاني بېګا دولتي تلوېزیون ته وویل، د اسراییل د هرراز غچ اخیستونکي اقدام پر وړاندې د تهران غبرګون به د ثانیو خبره وي او دا ځل به ۱۲ ورځې انتظار ونه کړي، خو له دې سره سره د ایران خلک چې هسې هم د لوېدیځ بندیزونو او د حکومت ټولنیزو او سیاسي محدودیتونو ځپلي، اندېښمن دي.

ایران د شنبې ورځې برید د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دې هېواد د سفارت پر یوه اړونده ودانۍ د بمبارۍ په ځواب کې چې اسراییلو ته منسوب بلل شوی ترسره کړ خو ویې ویل چې د دې کړکېچ نور پراخېدل نه غواړي.

په تېره اکتوبر میاشت کې د غزې د جګړې له پیل وروسته له اسراییلو سره په لبنان، سوریه، یمن او عراق کې د ایران پلوو وسله والو نښتې هم پیل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG