د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

ایران او اسراییل ترمنځ د ترینګلتیا زیاتوالی او د جګړې احتمال؛ په ایران کې افغان کډوال یې اندېښمن کړي


ارشيف: په ايران کې افغان کډوال
ارشيف: په ايران کې افغان کډوال

د ایران او اسراییلو ترمنځ د ترینګلتیا زیاتوالي او د دواړو هېوادونو له لوري د بریدونو د پیل احتمال په ایران کې یو شمېر افغان کډوال اندېښمن کړي دي.

په داسې حال کې چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د احتمالي جګړې په اړه ګنګوسې مخ په زیاتېدو دي، په ایران کې مېشت افغان کډوال چې د بېکارۍ او امنیتي ګواښونو له امله یې یاد هېواد ته پناه وړې، اندېښمن دي.

دوی وايي چې دې ګنګوسې د دوی پر کار ناوړه اغېز کړی دی.

په ایران کې یوې افغان کډوالې عزیزګل افغان بېګ ازادي راډيو ته وویل څو ورځې کېږي چې له دندې ګوښه شوې.

عزیزګل وايي: هغه کسانو چې دنده درلوده وزګاره شوي. ما په خپله د یوه شرکت په حساب داري برخه کې کار کاوه او اوس وزګاره یم.

هغه وايي: "زموږ اندېښنه دا ده چې که دلته جګړه وشي نو موږ چېرې ولاړ شو او دوهم دا چې دا ترینګلتیا خپلې اغېزې لري. د ډالر بیه لوړه شوې. هغه کسانو چې دنده درلوده وزګاره شوي. ما په خپله د یوه شرکت په حساب داري برخه کې کار کاوه او اوس وزګاره یم."

په ورته وخت کې په ایران کې یوه مدني فعاله قدریه رضايي هم وايي چې که دا احتمالي بریدونه وشي د هغو زرګونو افغانانو ژوند به له ستونزو سره مخ شي چې د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه ایران ته تللي دي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "د مدني او بشري حقونو د فعالانو په ګډون د طالبانو ډېر شمېر مخالفان، دلته حضور لري چې که هېواد ته ستانه شي هم ژوند یې له ګواښ سره مخ کېږي او هم یې اقتصاد ضعیفه کېږي. دا چې په ایران کې د جنګ احتمال شته، ډېر اندېښمن یوو. ځکه تر ټوله زیاته بیه به کډوال پرې کوي."

د پوځي چارو کارپوه محمد صادق شینواری هم وايي چې دا ترینګلتیا او احتمالي شخړې به د افغانستان او افغانانو پر وضعیت هم اغېز وکړي.

شینواري وویل: "پر اسراییلو د ایران د برید په صورت کې به دا نه یواځې د دواړو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي وضعیت اغېز وکړي او په سیمه کې به جګړې ته لمن ووهي بلکې د افغانستان پر اقتصادي او سیاسي وضعیت او پر خلکو به یې هم منفي اغېز وکړي."

د ایران د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغانان ایران ته کډوال شوي او یاد وزارت شپږ میاشتې وړاندې په ایران کې د بې اسنادو افغان کډوالو شمېر پنځه میلیونه ښودلی و.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې اسراییلو د وري په ۱۳مه د سوریې په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ برید وکړ چې په ترڅ کې یې د سوریې او لبنان لپاره د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې مسوول قوماندان محمد رضا زاهدي په ګډون د دې ډلې اوه تنه چارواکي ووژل شول.

په سوریه کې د ایران په قونسګرۍ د برید وروسته یو انځور
په سوریه کې د ایران په قونسګرۍ د برید وروسته یو انځور

ځینو امریکايي رسنیو هم د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې ایران پر اسراییلو د غچ اخیستنې برید لپاره تجهیزات چمتو کړي دي.

سي‌این‌این تلوېزیون د یوې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې ایران به په دمشق کې د اسراییلو برید ته "اړین" ځواب ورکړي، خو په ورته وخت کې دا هېواد نه غواړي په وسله‌والو جګړو کې ښکېل شي.

سي‌این‌این د امریکا د معلوماتي څانګې د ارزونې په حواله ویلي چې ایران ممکن د خپل نیابتي پوځ په کارولو سره د اسراییلو برید ته ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا د کمېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG