د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د سویډن کمېټې د فعالیتونو درېدل؛ افغانستان کې سلګونه تنه له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي


 د سویډن کمېټې په یوه روغتیايي مرکز کې معالجه کېدونکی ماشوم - ارشیف
د سویډن کمېټې په یوه روغتیايي مرکز کې معالجه کېدونکی ماشوم - ارشیف

په افغانستان کې د سویډن کمیټه (SCA) اندېښنه څرګندوي چې په دې هېواد کې د دې کمېټې د فعالیتونو له ځنډیدو وروسته به په زرګونو خلک د بیارغونې مرکزونو د ارتوپیدي، فزیوتراپي او د ځان بسیاېنې لپاره د مالي ملاتړ له خدمتونو څخه بې برخې شي.

دغې کمېټې د سه شنبې په ورځ په خپله وېبپاڼه کې په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ويلي، د کمېټې خدمتونو ته دا ډول اړ کسان په داسې سیمو کې اوسېږي چې بدیل خدمتونه پکې نشته.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې زیاته کړه، د افغانستان په تخار او د هغه په دوو ګاونډیو ولایتونو کندز او بغلان کې یوازې د دغې کمېټې له خوا ارتوپیدي خدمتونه وړاندې کیدل او هیڅ داسې نا دولتي مرکز نشته چې په زرګونو معلولینو ته دا ډول خدمتونه وړاندې کړي.

د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، دغه اړمن کسان د دې ډول خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره لرې پرتو ولایتونو ته د تګ لپاره، مالي توان نه لري.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لوګو
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لوګو

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د سر منشي سلاکار، خالد فهیم ازادي راډيو ته وویل په تخار، بلخ، غزني او جلال اباد کې د معلولينو لپاره د ارتوپيدي او فزيوتراپي د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دغې کمېټې د بيارغونې څلور مرکزونه فعال وو چې ګاونډيو ولايتونو ته يې هم خدمتونه وړاندې کول خو اوس دغه کسان ډېر اغېزمن شوي دي.

" د سویډن کمېټې د کارونو د درېدو له امله، معلولین چې د ټولنې زیان منونکې طبقه ده، تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. د سویډن کمېټه، د معلولینو لپاره یواځينی لوی بنسټ و، او دا ډېر ستونزمن دی چې په لنډه موده کې افغانان وشي کولای په دې برخه کې د سویډن کمېټې بدیل ولري."

د بغلان ولایت اوسیدونکي، نقیب چې پښه یې معلوله ده، د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د مزار له سره صلیب څخه مې پښه واخیسته، کله مې چې اغوسته د پښو په رګونو یې راته فشار راوسته او د رګونو د پرې کېدو امکان و. ما نور هغه مصنوعی پښه وانغوسته. شخصي امکانات نه لرم. کله کله په کور کې مې خپله پښې ته ماساج ورکوم."

له تخار ولایت څخه، د ۶ کلن محمد امین پلار ازادي راډيو ته وویل چې د خپل زوی چې له زیږون څخه معلولیت لري، د درملنې لپاره اقتصادي توان نه لري.

" پښې یې له زنګنو ښکته هیڅ حرکت نه لري. موږ د ولایت تر کچې هڅه وکړه خو پایلې یې نه درلودې. اقتصادي وضعیت مو دومره ښه نه دی چې تر هنده یې وېسو. توان یې نه لرو. که یې وېسو ښايي ښه شي. "

د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، له ١٩٩٠ لسیزې راهيسې يې معلولينو ته خدمتونه وړاندې کړي او يوازې تېر کال څه باندې ١٨ زره خلک د ارتوپيدي خدمتونو، ٢٠ زره او پنځه سوه کسانه د فزیوترپي درملنې او شپږ زره معلولیت لرونکي ماشومان د یادې کمېټې لخوا، د زده کړو له خدمتونو برخمن شوي دي.

سویډن کمېټې په تعلیمي برخه کې هم فعالیتونه لرل
سویډن کمېټې په تعلیمي برخه کې هم فعالیتونه لرل

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په غبرګون کې د طالبانو حکومت له فرمان وروسته خپل فعالیتونه ودرول.

که څه هم دغې کمېټې ټینګار کړی چې دغه سازمان بې پرې او نا دولتي دی، خو سره له دې یې په افغانستان کې فعالیتونه ودرول شول.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار کولو د بندیز وروسته يو شمېر مرستندويه سازمانونو خپل فعاليتونه کم کړي او يا يې هم درولي دي چې له امله یې په افغانستان کې اړتياوې زياتې شوې دي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG