د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

فریډم هاوس:طالبانو په افغانستان کې مذهبي ازادۍ نقض کړي


په هرات کې د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو یو پخوانی تصویر
په هرات کې د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو یو پخوانی تصویر

د بشري حقونو سازمان فریډم هاوس وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې مذهبي ازادي پکې نقض شوې ده.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د خپل کلني راپور په خپرولو ویلي:

"په افغانستان کې د طالبانو رژیم، په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او پوهنتونونو ته یې امر کړی چې هغه دیني کتابونه لیرې کړي کوم چې له سني مذهب سره مطابقت نه لري. "

د فریډم هاوس سازمان په راپور کې په دې هم نیوکه شوې چې په افغانستان کې په عمومي ځایونو کې د شیعه مسلمانانو د مذهبي مراسمو د ترسره کولو مخه نیول کیږي او د طالبانو له خوا په دغه هېواد کې د هندوانو د مذهبي مراسمو د ترسره کیدو مخنیوی هم شوی.

فریډم هاوس د نړۍ ۶۷ هیوادونه د سیاسي او مدني آزادیو له اړخه بې واکه بللي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان هم په هغو ۱۵ هېوادونو کې شامل دی چې د سیاسي او ټولنیزو حقونو له پلوه په خورا بد حالت کې دي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې په افغانستان کې د مذهبي محدودیتونو د لګولو په اړه د راپورونو په ردولو سره ویلي چې د امنیت د تامین په خاطر یې د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره، ځانګړې سیمې مشخصې کړې دي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې خپل کتابتونونه دې د حنفي فقهې له نا اړوندو نورو ځینو کتابونو تصفیه او پر ځای دې د سني مذهب اړوند د سیرت النبوي کتابونه ځای پر ځای کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت: دولتي او خصوصي پوهنتونونه دې خپل کتابتونونه له حنفي فقهې له نا اړوندو او ځینو نورو کتابونو تصفیه کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت: دولتي او خصوصي پوهنتونونه دې خپل کتابتونونه له حنفي فقهې له نا اړوندو او ځینو نورو کتابونو تصفیه کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر شیعه ګان هم ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر دوی مذهبي محدودیتونه لګول شوي او زیاتوي چې دا مسله منفي پایلې لرلی شي.

یو له دوی څخه چې د کابل اوسیدونکی دی او نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل:

" مونږ نه پریږدي چې خپل مذهبي مراسم ازادانه تر سره کړو، دا د قومونو تر مینځ بې اتفاقي رامینځته کوي او دا ستونزې د دې لامل کیږي چې هغوی ( اهل تشیع) ځان له ټولنې لیرې وګڼي."

د تېر جمهوري نظام په ولسي جرګه کې د دايکنډي ولايت استازي او د افغانستان د شيعه ګانو د مذهبي چارو د تنظيم عالي شورا پخواني غړي صادقي زاده نيلي هم د عاشورا په ورځ د طالبانو حکومت له خوا لګول شويو بنديزونو او له کتابتونونو څخه د غیر حنفي مذهب اړوند کتابونو راټولولو ته په اشارې سره ازادي راډيو ته وويل:

"دا يقينا چې ډېرې ستونزې رامنځته کوي، لومړی، ملي وحدت ته به ډېر زیان ورسوي، دوهم هغه وروري چې د کلونو راهيسې د جعفري او حنفي مذهبونو تر منځ ده، زیانمنوي. او طالبان چې د اسلامي امارت په نوم حاکمیت لري، په اسلام کې د بیان او د مذهب د انتخاب ازادۍ شتون لري."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د اکاډمیک او مذهبي ازادیو د محدودولو په تړاو د طالبانو حکومت ځینې کړنې له نړیوالو نیوکو سره مخ شوې دي.

د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا نړیوال کمیسیون هم څو میاشتې وړاندې په خپل راپور کې ویلي و چې طالبان په سیستماتیک ډول د ټولو افغانانو؛ په ځانګړې توګه د هغو کسانو مذهبي ازادي محدودوي چې له اسلام څخه متفاوت تعبیر لري او دوی د سني مذهب سخت تفسیر پلی کوي؛ هغه څه چې د طالبانو حکومت رد کړی دی.

د یادولو ده چې د فریډم هاوس سازمان په دغه نوي راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په ۵۲ هېوادونو کې د پرله پسې ۱۸ کلونو لپاره سیاسي او مدني ازادي کمه شوې ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG