د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

لندن کې د یوه افغان تورن د نیولو لپاره د جایزې اعلان


د لندن د پولیسو تصویر - ارشیف
د لندن د پولیسو تصویر - ارشیف

د لندن پولیسو په اسید یا تیزاب پاشۍ د تورن افغان د نیولو لپاره شل زره پونډه انعام ټاکلی دی.

پولیسو ویلي چې تورن کس عبدالشکور ایزدي نومیږي او د تېرې چهارشنبې په ماښام یې په خپلې مور او دوو وړو لوڼو اسید پاشلي او تښتیدلی دی.

د لندن ښاري پولیس له تېرې چهارشنبې ماښام په عبدالشکور ایزدي پسې ګرځي.

د لندن د ښاري پولیسو یوه مسوول جان سېوېل پرون یکشنبه خبرداری ورکړی که څوک د ایزدي له ځایه خبر وي او مرسته ورسره کوي نو د پولیسو له خوا به ونیول شي.

ښاري پولیسو په یوه بیان کې دا هم ویلي د هغو معلوماتو رسوونکي ته چې د اسید پاشۍ په جرم د دغه تورن کس د نیولو سبب شي شل زره پونډه انعام ورکوي.

پولیسو ویلي ۳۵ کلن عبدالشکور ایزدي د لندن په سویل کې د کلپم کامن سیمې ته نږدې تېره چهارشنبه ماښام په ښځې او دوو وړو لوڼو چې درې او اته کلنې دي کیمیاوي ډوله مواد پاشلي.

د ښځې وضعیت یې ښه نه دی، خو لوڼو ته يې ډېر جدي خطر نه دی متوجه.

له پېښې لږ وروسته پنځه پولیس او څلور نور کسان هم چې د تورن کس مخه یې نیوله ټپيان شوي.

ایزدي د پولیسو له موټر سره تر ټکر وروسته خپل موټر پرېښی او پياده له سیمې تښتېدلی.

د لندن ښار یو سمبولیک تصویر
د لندن ښار یو سمبولیک تصویر

که څه هم د چهارشنبې شپې تر ناوخته په امنیتي کمرو کې د هغه عکسونه راوتلي، خو له هغې را وروسته یې د لټون هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

په برېټانیا کې د افغان – انګلیس بنسټ مشر او د امنیتي چارو شننونکي خالد اصغري ازادي راډیو ته وویل اغېزمن شوي نه یواځې په جسمي؛ بلکې په رواني توګه هم کلونه متاثره پاتې کېږي.

هغه وویل چې د برېټانیا پولیس په دې برخه کې جدي دي او د تورن د نیولو هڅې کوي.

اصغري زیاته کړه:

" د بریټانیا پولیس دا مسله په کلکه تعقیبوي او د کوم افغان ځوان له خوا د جرم په صورت کې قانوني چلند کېږي. په دې اقداماتو کې د برېټانیا د اتباعو د حقوقو او امنیت د تامین لپاره د مجرمینو تحقیق او قانوني جزا شامله ده. دا بریدونه نه یواځې د بشردوستانه اصولو او بشري حقونو خلاف دي بلکې په ټولنه کې د ویرې او نا امنۍ لامل ګرځي."

د راپورونو په اساس عبدالشکور ایزدي په ۲۰۱۶ کال کې بریټانیا ته په ناقانونه توګه تللی وو او په ۲۰۱۸ کال کې په نیوکاسل کې په جنسي ځورونه هم تورن شوی وو. د هغه د پناه غوښتنې دوسیه دوه واره رد شوې وه خو بلآخره په ۲۰۲۱ کال کې د پناه غوښتونکي په توګه منل شوی وو.

په یو شمېر نورو هېوادونو له هغې ډلې جرمني کې هم چې لکونه افغان کډوال پکې اوسیږي افغانان په تېره بیا پناه غوښتونکي په بېلابېلو تاوتریخجنو قضیو کې ښکېل بلل شوي.

په برلین کې د دوو وروڼو له خوا د خپلې خور د وژنې پېښه هم په پراخه کچه منعکس شوې وه.

دغو دوو وروڼو ته تېر ۲۰۲۳ کال یوې محکمې د عمري بند سزا ورکړه.

XS
SM
MD
LG