د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

خبرونه

پاکستان د ثبت شویو افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

تعدادی از مهاجرین افغان در پاکستان که کارت های اقامت دارند
تعدادی از مهاجرین افغان در پاکستان که کارت های اقامت دارند

د پاکستان حکومت هلته د مېشتو ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د غځولو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان لنډمهالې کابينې دا پرېکړه د قبایلو او سرحدونو د چارو وزارت په غوښتنه کړې ده.

د پرېکړې له مخې، په پاکستان کې د کډوالۍ یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو موده د روان کال د مارچ مياشتې تر ختمېدو پورې غځول کېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت غوښتنه د حکومت له خوا نه وه منل شوې او له نيوکو سره بېرته ورلېږل شوې وه.

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزير مرتضا سولنګي پرون د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پرېکړه شوې ده خو په اړه یې ډير معلومات نه لري.

په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د کارډونو موده تېر (۲۰۲۳) کال په جون کې ختمه شوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اسراییل پوځ په غزه کې د یوه بل اسراییلي برمته مړی موندلی

په غزه کې یو اسراییلی سرتېری د جګړې پر مهال
په غزه کې یو اسراییلی سرتېری د جګړې پر مهال

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې د یوه بل اسراییلي برمته مړی موندلی او خپل هېواد ته لېږدولی دی.

دا اسراییلي تبعه د تېر کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس د سختدریځې ډلې د حملې په مهال برمته شوی و.

د پوځ ویاند ډانیل هیګاري وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ او د اسراییلو د داخلي امنیت سازمان په ګډو هدفي عملیاتو کې د رون بنیامین مړی د درېیو نورو یرغمل شویو جسدونو سره یوځای موندل شوی دی.

د هویت د تایید لپاره عدلي طب ته استول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې جسد پېژندل شوی او پوځ په دې اړه د رون بنیامین کورنۍ ته خبر ورکړی دی.

بغلان کې ترافیکي پېښه؛ پنځه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي

ارشیف
ارشیف

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې تېره شبه په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

په بغلان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني نن وویل چې د دوو موټرو له ټکره وروسته یو موټر د یوه کور له کوټې سره ټکر شوی چې په پایله کې یې د دې کور څلور غړي او یو تن هم د موټر سورلۍ مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د لارو د خرابوالي له کبله کېږي.

د "جولین اسانج" په محاکمه کې هغه ته د بیان د آزادۍ حق ورکول کېږي

 جولین اسانج
جولین اسانج

د بریتانیا سترې محکمې د جولین اسانج دا استدلال منلی چې په متحده ایالاتو کې د محاکمې په صورت کې به هغه د بیان د آزادۍ له حق څخه برخمن نه وي، او د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکي ته یې اجازه ورکړه چې متحده ایالاتو ته د هغه د سپارلو د حکم لپاره د استېناف غوښتنه وکړي.

د سترې محکمې دوو قاضیانو په خپل حکم کې، چې نن د دوشنبې ورځ، د مې ۲۰مه اعلان شو، وویل چې اسانج د استیناف حق لري چې خپل دلیل وړاندې کړي چې په متحده ایالاتو کې د اسټرالیا د تبعه په توګه ورسره تبعیض کېږي.

له محاکمې سره هممهاله د جولین اسانج په سلګونو مینه وال د محکمې د ودانۍ مخته راټول شوي وو.

د محاکمې اصلي موضوع دا وه چې ایا د بریتانیا د سترې محکمې قاضیان له دې درکه پوره رضایت لري او که نه چې اسانج به د بیان د ازادۍ د حق په اړه د امریکا د اساسي قانون د لومړۍ مادې له حقه برخمن شي.

د اسراییل د صدراعظم، دفاع وزیر او حماس د درېیو مشرانو د نیونې حکمونه صادر شوي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د نړیوالې جزايي محکمې څارنوال کریم خان نن دوشنبې وویل چې ده د جنګي جنایتونو د تورونو په خاطر د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، دفاع وزیر یواف ګالانت او د حماس د درېیو مشرانو د نیونې حکمونه صادر کړي دي.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس تروریستي ډله ګڼي.

کریم خان همداراز د حماس د یوه مشر یحیي ابراهیم سنوار، د دې ډلې د پوځي څانګې قوماندان محمد المصري او د سیاسي دفتر د ريیس اسماعیل هنیه د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

اوس به تر محاکمې مخکې د قاضیانو یو پلاوی دا تشخیصوي چې ایا شواهد د دوی د نیولو کېدو سبب کېږي او که‌نه.

اسراییلي او فلسطیني چارواکو تر دې مخکې د جنګي جنایتونو په اړه تورونه رد کړي دي.

د رویترز د راپور له مخې، د جرمونو نړیواله محکمه ۱۲۴ کسیزه محکمه د نیولو امر نه لري او امریکا او اسراییل له اوږدې مودې راهیسې د غزې د جګړې په اړه له تحقیقاتو سره مخالفت کوي.

آی‌پي‌ایل؛ د پلې‌اف پړاو پیلېږي

د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لوبغاړي
د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لوبغاړي

د هندوستان غوره لیګ یا "آی‌پي‌ایل" د پلې‌اف پړاو ۴ لوبډلې معلومې شوې او دا مرحله به سبا سه شنبه د مې په ۲۱مه نېټه پیل شي.

د لیګ پړاو وروستۍ سیالي د یکشنبې په ورځ د می په ۱۹مه نېټه د سن رایزر حیدراباد او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ وه چې حیدراباد وګټله او د نومرو په جدول کې یې دویم مقام ونیوه.

د یاد لیګ د نومرو په جدول کې سږ کال کلکته نایټ رایډرز، سن رایزر حیدراباد، راجستان رایلز او رویلز چلینجرز بنګلور په ترتیب سره یو په بل پسې په لومړي، دویم، درېیم او څلورم مقام کې راغلل او پلې‌اف پړاو ته ورسېدل.

سبانۍ سیالي به د کلکته نایټ رایډرز او سن رایزر حیدراباد ترمنځ په احمداباد ښار کې ترسره شي، چې ګټونکې به یې نېغ په نېغه پایلوبې ته ووځي او بایلونکې به یې پایلوبې ته د رسېدو یو بل چانس هم ولري.

د ناک اوټ په پړاو کې بیا رویلز چلینجر بنګلور له راجستان راویلز سره د مې په ۲۲مه نېټه په احمداباد ښار کې لوبه کوي.

د راپورونو له مخې د ناک اوټ دویمه سیالي به د مې په ۲۴مه نېټه د چینای په ښار کې ترسره شي او پایلوبه هم په یاد ښار کې د مې میاشتې په ۲۶مه نېټه پلان شوې ده.

د ویلو ده چې د افغانستان د شل اوریز نړیوال جام د منتخبې لوبډلې دوه لوبغاړي رحمن‌الله ګربز او فضل حق فاروقي لا هم په یاد لیګ کې پاتې دي.

فوټبال؛ د افغانستان د اتلانو لیګ اتلولي د اټک انرژي لوبډلې وګټله

اټک انرژي لوبډله
اټک انرژي لوبډله

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن دوشنبه د مې په ۲۰مه نېټه په یوه خبر کې ویلي، د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ اتلولي د اټک انرژي لوبډلې وګټله.

د خبر د جزییاتو له مخې، اټک انرژي لوبډلې خپله وروستۍ سیالي د موج ساحل له لوبډلې ۴ـ۰ وګټله او اتلولۍ ته ورسېده.

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ ۱۱ اوونۍ وخت ونیو چې ۱۲ لوبډلو یو د بل پر وړاندې سره سیالۍ ترسره کړې.

که څه هم لا د لیګ وروستۍ سیالۍ پاتې، خو د اټک انرژۍ لوبډلې په یاد لیګ کې هېڅ سیالي ونه بایلله او د ډېرو نومرو په ترلاسه کولو سره یې اتلولي وګټله.

د ویلو ده چې دا د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ درېیم کال و او په سږني پړاو کې د ځینو لوبډلو په ترکیب کې بهرنیو لوبغاړو هم لوبې وکړې.

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې ده.

د حامد کرزي یوه نژدې کس شهزاده مسعود نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې کرزی نن سهار د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د هغه یوه سترګه وړې جراحۍ ته اړتیا لري.

دغه سرچینه وایي، تېر یوه کال کې جرمني، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو حامد کرزي ته د رسمي سفر بلنې لېږلې وې، خو د طالبانو حکومت د رسمي سفر اجازه نه ورکوله.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته حامد کرزی په ۲۰۲۳ کال کې جرمني او بریتانیا ته تللی دی.

ایران کې پنځه ورځنی ماتم او محمد مخبر سرپرست ولسمشر اعلان شو

په تهران کې یوه مېرمن د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په مړینې خپګان څرګند کړی دی.
په تهران کې یوه مېرمن د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په مړینې خپګان څرګند کړی دی.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي د خپل ولسمشر ابراهیم رییسي له وژل کېدو وروسته پنځه ورځنې ملي ماتم اعلان کړی او محمد مخبر یې د ایران سرپرست ولسمشر ټاکلی دی.

د ازادي راډیو د ایراني څانګې راډیو فردا د راپور له مخې خامنه‌اي نن دوشنبه ویلي چې د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱مې مادې له مخې محمد مخبر چې د ولسمشر لومړی مرستیال و، سرپرست ولسمشر ټاکل شوی دی.

خامنه‌اي ویلي، اجراییه قوه موظفه ده چې د مقننه او قضایه قوې د مشرتابه په همکارۍ تر پنځوسو ورځو پورې نوی ولسمشر وټاکي.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خامنه اي دویم پیغام دی.

هغه پرون هم ویلي وو چې ایراني ولس دې اندېښنه نه کوي او ټینګار یې کړی و چې د هېواد به چارو کې به یې هېڅ ډول خلل نه رامنځته کېږي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي پرون د هیليکوپټرې د سقوط په پیښه کې ووژل شول.

تراوسه په رسمي ډول د پېښې لامل ښکاره نه دی، خو د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف ادعا کړې چې "د دغې غمیزې یو مقصر لوری" امریکا ده.

هغه ویلي، امریکا پر ایران د الوتکو او هوایي چلند د پرزو پلور تحریم کړی او اجازه نه ورکوي چې ایران د هوايي چلند یو ښه او پیاوړی سیستم ولري.

امریکا د تایوان له نوي ټاکل شوي ولسمشر څخه د سولې او ثبات ساتنې غوښتنه وکړه

د تایوان د نوي ولسمشر د لوړې له مراسمو یو انځور
د تایوان د نوي ولسمشر د لوړې له مراسمو یو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یکشنبې په ورځ ناوخته د تایوان نوي ټاکل شوي ولسمشر لای چینګ‌تي ته مبارکي ورکړه او په خبره یې واشنګټن غواړي په تایوان کې سوله او ثبات وساتي.

لای چې نن سهاریې لوړه وکړه د چین د پوځي فشارونو او د واشنګټن او بیجینګ د لانجو له کبله په سیمه کې له سیاسي کړکېچ سره مخامخ دی.

بلېنکن په یوه بیان کې وویل، د لای د هرکلي ترڅنګ، "موږ د تایوان خلکو ته هم مبارکي وایو چې یوځل بیا یې د خپل پیاوړي او مقاومت لرونکي ډیموکراتیک سیسټم پیاوړتیا ښودلې."

بلېنکن په تیرو اتو کلونو کې د متحده ایالاتو او تایوان ترمنځ د "پیاوړتیا" لپاره له واکه د تللي ولسمشر سای انګ وین د رول ستاینه هم وکړه.

د بلېنکن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې چین د دوشنبې په ورځ وویل چې پر درېیو امریکايي دفاعي کمپنیو به تایوان ته د وسلو د پلور له امله بندیزونه ولګوي.

واشنګټن په ۱۹۷۹م کې تایوان په رسمیت وپیژند او له همغه وخته یې د وسلو لوی عرضه کوونکی پاته شوی دی.

چین بیا د واشنګټن له دغه دریځ سره موافق نه دی.

د یو شمېر هېوادونو مشرانو د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر پر مړینه خپګان څرګند کړی

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي پرون یکشنبه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.
د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي پرون یکشنبه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.

د سیمې د یو شمېر هېوادونو مشرانو د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان پر مړینه خپګان څرګند کړی دی.

د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی پر پېښه ژور خواشیني دي او زیاته کړې ده چې په دغسې سخت حالت کې د ایران له خلکو سره درېږي.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف له ایران سره د خواخوږۍ په پار په پاکستان کې یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړی او خپل بیرغ یې نیمه ځوړند حالت ته راوستلی.

د هند صدر اعظم نریندرا مودي پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د رییسي مړینې بوږنولی او په خبره یې د ایران-هند د اړیکو په پراختیا کې د هغه د رول یاد به تلپاتې وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم پر پېښه خواشیني ښودلې او ویلې یې دي، د پیښې له لومړنیو ساعتونو دوی له ایران سره په همغږۍ کې و او د ژغورنې چارو کې یې هم برخه اخیستې ده.

لبنان کې بیا درې ورځي ملي ماتم اعلان شوی او د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې هم ایراني ولس ته تسلیت ویلی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې فلسطیني ډلې حماس هم چې د امریکا او اروپایي ټولنې له‌خوا د ترهګرو په توګه پیژندل کېږي، د رییسي پر مړینه خفګان څرګند کړی او هغه یې د فلسطینیانو د مقاومت ملاتړی یاد کړی دی.

رویټرز بیا د ایران د سرسخته رقیب اسراییلو د یوه چارواکي په حواله ویلي چې دوی د رییسي د مړینې په پېښه کې لاس نه لري.

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي پرون یکشنبه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG