د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

غزه کې د یرغمل شویو د خلاصون هڅې؛ 'ویلیم برنز' پرې له اسراییل، مصر او قطري چارواکو سره خبرې کوي


غزه کې د روانې جګړې یوانځور
غزه کې د روانې جګړې یوانځور

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي مشر په غزه کې د یرغمل شویو د خلاصون پر موضوع د اسراییل، مصر او قطر له چارواکو سره وګوري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو رییس ویلیم برنز به په راروانو ورځو کې په اروپا کې د اسرائیل، مصر او قطر له چارواکو سره وګوري.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، په دغو کتنو کې به د نورو مسایلو تر څنګ له غزې څخه، د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه پر موافقه بحث وشي.

هغو سرچینو چې له دې موضوع خبر وو، پرون پنجشنبه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په خبرو کې دا موضوع یاده کړې ده.

دغې ورځپاڼې راپور ورکړی چې اسراییل د حماس له بنده د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره په جګړه کې د دوه میاشتنۍ وقفې راوستلو پیشنهاد کړی دی.

شاوخوا ۲۴۰ کسان هغه وخت یرغمل او ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې د حماس توندلارې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل برید وکړ.

په ځواب کې اسراییل په غزې تړانګه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې لا هم دوام لري.

د هغه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د حماس له منګولو ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس توندلارې ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

ملګرو ملتونو د فرانسې خبري اژانس ته پرون ویلي، د اسراییل پوځ هغو کسانو ته چې په خان یونس کې یې له روانو جګړو په خپلو خوندي ځایونو کې پناه اخیستې امر کړی چې د نن جمعې تر مازیګره له هغه ځایه ووځي.

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور
په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویاندې د ځايي اوسېدونکو د خبرو پر بنسټ تایید کړه چې د اسراییل پوځ دغو کسانو ته پر ځايي وخت د نن جمعې د مازیګر تر پنځو بجو وخت ورکړی چې بل ځای ته کډه وکړي.

د غزې په یوه پناه ځای کې بې‌ځایه شوې امل لبعد ویلي د ده په څېر ګڼ کسان نه پوهېږي چېرې لاړ شي.

د اسراییل پوځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا هغو کسانو ته چې د پناه‌ځای په شاوخوا کې اوسېږي، د خلکو د تخلیې کومه مشخصه غوښتنه نه ده لېږل شوې.

ملګري ملتونه وایي، د غزې د دوو میلیونو او څلورو سوه زره وګړو د جملې اکثریت یې یعنې یو میلیون او ۷۰۰زره یې د وروستیو جګړو له کبله بې‌ځایه شوي او ګڼ یې د ملګرو ملتونو په پناه ځایونو کې اوسي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، د چهارشنبې په ورځ هم ۱۲ کسان هغه ووژل شول چې دوو ټانکونو د بې‌ځایه شویو پر یوه پناه ځای چې زرګونو کسانو په کې پناه اخیستې وه، ډزې وکړې.

د دې ادارې یوه مدیر توماس وایټ په یوه اعلامیه کې ویلي په پېښه کې د ۷۵ ټپي شویو له ډلې ۱۵ یې په خراب روغتیايي وضعیت کې دي.

په غزه کې روانې جګړې هلته بېوزلي، لوږه او خوارځواکي زیاته کړې ده، ځکه ماشومانو ته کافي شیدې او میندو ته خواړه نه پیدا کېږي.

د غزې د ابویوسف النجار روغتون د ماشومانو د څانګې مشر، جبر الشاعر چې د یوه خوارځواکي ماشوم په درملنه بوخت و، رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: "یوه نیم میاشت مخکې د دغه ماشوم وزن اووه نیم کیلو و، په دې یوه نیمه میاشت کې یې وزن نږدې ۲ کیلو کم شوی او اوس پنځه نیمې کیلو دی. دغه مور او ماشوم یې له خوارځواکۍ کړېږي. شیدې نه پیدا کېږي. دا هرڅه د ماشوم پر وده اغېز کوي. دا بده خبره ده چې دې ماشوم دوه کیلو وزن بایللی، دا کار یې خوندیتوب اغېزمنوي، تل د ده سینه او معده پړسېدلي وي."

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف ویلي چې په راروانو اوونیو کې به په غزه کې څه باندې ۱۰زره ماشومان د تلف کېدو له خطر سره مخامخ شي، چې یو عمده علت به یې سخته خوارځواکي وی.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، د اکټوبر له اوومې په روانو جګړو کې څه کم ۲۶زره فلسطینیان وژل شوي دي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړې نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG