د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

لاوروف: هیله ده د پاکستان او ایران کړکېچ په افغانستان کې پر ډیپلوماتیکو هڅو اغېز ونه کړي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، مسکو هیله من دی چې د یو بل پر خاوره د ایران او پاکستان وروستۍ حملې په افغانستان کې پر ډیپلوماتیکو هڅو اغېز ونه کړي.

د ایران په خاوره کې د پاکستان تر ځوابي حملې وروسته ځینو هېوادونو له دې ډلې روسیې، چین او ترکیې له ایران او پاکستانه د زغم غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده چې د ایران او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ، په افغانستان کې د دوی پر ډیپلوماتیکو هڅو اغېز ونه کړي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، سرګي لاوروف پرون پنجشنبه په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل، هیله من دی چې د ایران او پاکستان متقابلې حملې د 'مسکو فارمت' د کار په وړاندې کوم خنډ جوړ نه کړي.

د هغه په وینا، چین، پاکستان او ایران د دې فارمت یو پر څلورمه برخه غړي جوړوي.

روسیې په وروستیو کلونو کې د مسکو فارمټ په چوکاټ کې د افغانستان په باب ګڼې غونډې جوړې کړې دي.

د روسیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو روسیه له ګوتو په شمېرو هغو هېوادونو ده چې د طالبانو ډيپلوماتان یې منلي دي.

لاوروف ویلي چې مسکو د افغانستان له مسایلو د یوې شېبې لپاره لیرې نه و او د هغه په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره خپل تماسونه خوندي ساتي چې له دې سره وکړای شي د پېشنهادونو د پراختیا لپاره جوړښتونه افغانستان ته هم وغزوي.

پاکستان په یوه ځوابي اقدام کې د پنج شنبې سهار د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کې حملې وکړې.

په ایران کې د پاکستان د برید له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په ایران کې د پاکستان د برید له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه حملې یې د وزارت په ټکو د ایران په دغه ولایت کې 'د تروریستانو پر پټنځایونو' کړې دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د سیستان و بلوچستان ولایت د مرستیال علیرضا مرحمتي په وینا راپور ورکړی، چې ویلي یې دي، په دغو حملو کې څلور کورونه تخریب شوي او ۱۰ ملکیان وژل شوي چې ټول پاکستانیان دي.

دا حملې داسې وخت شوي چې د ایران سپاه پاسداران تېره سې شنبه د پاکستان پر بلوچستان ایالت حمله وکړه، چې په نتیجه کې یې د پاکستاني چارواکو په خبره دوه ماشومان ووژل شول.

ایران ویلي چې پر بلوچستان په حمله کې یې د جیش العدل ډلې جګړه مار په نښه کړي دي.

په دې لړ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ایران او پاکستان ترمنځ پر دې کړکېچ اندېښنه ښوولې ده.

دغه وزارت ویلي، هیله من دی چې دغه کړکېچ د خبرو او همکارۍ له لارې ژر ختم شي.

د ترکیې بیرغ
د ترکیې بیرغ

په دوام کې ویل شوي، چې انقره تیاره ده، د دې ستونزې په سوله ییز حل کې همکاري وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هم ویلي چې دغه هېواد د ایران او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته تیار دی.

مایو نینګ ویلي، د چین لوری هیله من دی چې دواړه لوري له زغم کار واخلي او د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي.

اروپايي ټولنې هم پرون اعلان وکړ چې د یو بل پر خاوره د پاکستان او ایران حملو په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي زیاتولو په اړه د دوی اندېښنه پارولې ده.

د فرانسې خبري اژانس دراپور له مخې، د اروپايي ټولنې ویاند پیټر سټانو ویلي، چې په پاکستان، عراق، ایران او نورو ځایونو کې بریدونه د اروپايي ټولنې لپاره د اندېښنې وړ دي، ځکه د هغه په وینا دا حملې د هېوادونو پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تېری کوي او پر سیمه بې ثباتوونکی اغېز لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش هم د ایران او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ اندېښنه ښوولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG