د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

پاکستاني چارواکو یوځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه


په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره یو انځور. پولیس افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې لېږي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره یو انځور. پولیس افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې لېږي.

پاکستاني چارواکو پرون یوځل بیا په یوه خوله له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د مرکزي حکومت د اطلاعاتو، خپرونو او پارلماني چارو سرپرست وزیر مرتضی سولانګي پرون د ډسمبر په ۱۸مه نېټه چې د کډوالو نړیواله ورځ نمانځل کېده وویل چې د افغانانو په ګډون بهرني وګړي تل ترتله له ویزې پرته په پاکستان کې نه شي اوسېدلای.

د اسلام آباد پوست ورځپاڼې د راپور له مخې سولانګي له هم نیوز خبري چینل سره په مرکه کې وویل اوسمهال شاوخوا شل زره افغانان چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کوله په پاکستان کې دېره دي.

سولانګي زیاته کړه، ځینې هېوادونه د افغان کډوالو د ایستلو په خاطر پر پاکستان انتقادونه کوي، خو د نوموړي په وینا امریکا او متحدان یې تراوسه په خپله نه دي توانېدلي چې دا شل زره افغانان وباسي.

په عین حال کې د پاکستان موقت صدراعظم یوځل بیا ټینګار کړی چې حکومت یې د ده په وینا د غیرقانوني کډوالو د کوربه توب لپاره نه شي کولای خپل امنیت په خطر کې واچوي.

د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق
د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق

انوارالحق کاکړ له دې مخکې هم څو ځلې ویلي وو چې افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري، خو هغه برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین ته په یوه مطب کې چې د یکشنبې په شپه خپور شو، ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې لږترلږه ۱۶ تنه افغانانو په پاکستان کې تروریستي حملې کړي او په هغو تروریستانو کې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې وژل شوي دي د ده په وینا ۶۵ تنه یې افغانان وو.

د کاکړ په لیکنه کې راغلي چې له افغان کډوالو څخه هغه جنایتکارې ډلې هم استفاده کوي چې په سیمه کې له فعالو تروریستي ډلو سره اړیکې لري.

د پاکستان موقت صدراعظم وايي چې په سلو کې ۹۳ افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری راستنېدونکي کډوال وايي، له دې هېواده په زور ایستل شوي او حتی ځینې یې ادعا کوي چې پولیسو یې هرڅه ترې اخیستي دي.

۳۵ کلن محمداکبر تازه د کندهار له لارې خپل هېواد ته راستون شوی دی.

اکبر وویل: "هره ورځ به یې نیولو، تنګولو یې، پیسې به یې راڅخه اخیستلې. موږ هم پیسې ورکولې بیا به یې خوشې کړو. بیا به یې بله ورځ په بازار کې ګیر کړو. مالونه مو په لیلام کې ولاړل ټول لیلام شول. ټراکټورونه وو، ځمکې وې، ټول پاتې شول، ټول لیلام شول. د لس لکو روپیو شی په دوه لکه په پنځه لکه لیلام شول."

کاکړ د ګارډین د مطلب په دوام لیکلي، که څه هم پاکستان د یو شمېر زیارکښو افغان کډوالو له کار څخه ګټه پورته کړې، خو د ده په وینا هلته د ډېرو کډوالو ورتګ ستونزه جوړه کړه.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. Afghanistan, Saturday, Nov. 4, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. Afghanistan, Saturday, Nov. 4, 2023

کاکړ د لیکنې په دوام زیاتوي چې ډېری کډوالو په تور بازار کې کار کاوه، مالیه یې نه ورکوله او د قانوني کارګرانو ځای دوی نیولی وو.

کاکړ وایي، د فغان کډوالو د ثبتولو لپاره د پاکستان د حکومت له هڅو سره سره یو شمېر کډوالو نه غوښتل چې ځانونه ثبت کړي.

د افغان کډوالو د ناڅاپي ایستلو په خاطر یوشمېر دولتونو او د بشري حقونو ډلو د پاکستان پر حکومت سخت انتقادونه وکړل.

اسلام آباد د تېر اکټوبر په دریمه شاوخوا ۱۷ لکه افغانانو ته له یوې میاشتې لږ مهلت وټاکه چې له دې هېواده ووځي او د نومبر په لومړۍ نېټه یې د هغو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه چې تراوسه روانه ده.

د راپورونو له مخې په دې ترڅ کې تراوسه څه کم پنځه لکه کډوال په داسې حال کې افغانستان ته ستانه شوي چې د ژمي پیل ته یوازې څو ورځې پاتې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG