د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

اوچا: څه د پاسه ۱۵.۵ میلیونه افغانان خوراکي خوندیتوب نه لري


ارشیف: په افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ماشوم
ارشیف: په افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ماشوم

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د شدت کچه خورا لوړه ده.

که څه هم د افغانو نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله افغانستان سره د بشري مرستو اندازه ډېره را کمه شوې، 'اوچا' په دې هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د چهارشنبې په ورځ په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په شدت سره لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د اوچا دفتر زیاته کړې: "همدا اوس څه د پاسه ۱۵.۵ میلیونه افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌لري او نږدې ۲.۷ میلیونه نور بیا په بېړني حالت کې ژوند کوي."

د اوچا له قوله، نږدې ۳.۲ میلیونه ماشومان او ۸۴۰ زره هغه میندې چې ماشومانو ته شېدې ورکوي، له سختې او متوسطې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په کابل کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان. May 21, 2022
په کابل کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان. May 21, 2022

له دې وړاندې تېره پنجشنبه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه خپل اوج ته رسېدلې او د دې هېواد نیمايي وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

هاخوا یو شمېر افغانان هم د لوږې او بې‌وزلۍ له امله د خپل بد حالت کیسې لري.

د پکتیکا ولایت یو اوسېدونکی محمد علیم وايي، د کار روزګار درک خو بیخي نه‌شته، مګر په وروستیو کې مرستې هم بندې شوي چې د دوی ژوند یې بیخي ستونزمن کړی دی.

هغه وویل: "بېخي ډېر وخت ووت چې مرسته بنده شوې ده. موږ غریب‌کاره خلک یوو، سهار په کار پسې راوځوو، کار پسې ګرځوو، کار هم نه پیدا کېږي."

د کندهار ولایت یو بل اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه‌دی یاد کړی ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې د مرستو په وېش د نیوکې تر څنګ ویلي، داسې وخت پرې راځي چې ټوله کورنۍ یې شپه او ورځ د خوړو لپاره څه نه‌لري.

هغه وویل: "زه خپله معلول یم، اولادونه لرم او په کور کې ۹ نفره یوو. هغه بله ورځ وراغلم چې نوم په مرستو کې ولیکه، راته یې ویل چې نوم دې نه‌لیکو چې د ملکانو خوښه وي، د هغه کس نوم لیکي چې خوښه یې نه‌وي، نه یې لیکي. دا دوی له چا سره مرسته کوي؟ دوی وايي، خوار و غریب سره مرسته کوي، راشۍ وګورۍ زما کور، په والا که د کار روزګار سړی لرم."

ارشیف: د کار نشتوالي ډېری افغانان اندېښمن کړي
ارشیف: د کار نشتوالي ډېری افغانان اندېښمن کړي

له دې وړاندې هم د مرستو په وېش کې د طالب چارواکو د لاسوهنې راپورونه ورکړل شوي، خو د طالبانو حکومت بیا رد کړي دي.

په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ په اړه د اندېښنو په دوام پرون د خوړو نړیوال پروګرام یوه اعلامیه کې ولیکل، د اټکل له مخې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو زیات خلک خوراکي خوندیتوب نه‌لري او ۲.۸ میلیونه نور د لوږې په بېړنۍ کچه کې دي.

ډبلیو ایف پي دا هم ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین سربېره طبیعي پېښو خلک ځپلي او میلیونونه افغانان یې له ویجاړونکي حالت سره مخ کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانانو د اقتصادي، بشري او په ټوله کې ناورین سره مخ حالت څخه د وتلو په اړه د دوی د حکومت د تګ‌لارې په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

واک ته له نظامي لارې د طالبانو له رسېدو وروسته، نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې هر ډول مرستې کمې او یا هم بیخې بندې کړي چې دوی یې لامل، د طالبانو د اوسني رژیم نا سم سیاست او پالیسۍ په ګوته کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG