د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

هندو ورځپاڼه: د داعش ډلې ستراتېژيک فعاليت پر افغانستان متمرکز دی


داعش وسله‌وال، ارشيف
داعش وسله‌وال، ارشيف

هندو ورځپاڼه:

له هنده خپرېدونکې هندو ورځپاڼې له افغانستانه د ترهګریزو ډلو د ګواښ مسلې ته پام اړولی او د ملګروملتونو د وروستي راپور په استناد لیکي، افغانستان تر اوسه منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ته د ترویستي ګواښ یوه اساسي سرچینه ده.

د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې، القاعده او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په څېر ډلې د طالبانو د یوې اغېزمنې امنیتي ستراتېژۍ د نشتوالي له کبله په دې هېواد کې د خوځښت له پراخې ازادۍ څخه برخمنې دي.

د هندو ورځپاڼې په لیکنه د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه چې پر افغانستان د واکمنو طالبانو یوه مهمه رقیبه ډله ګڼل کېږي، ستراتېژیک فعالیت یې پر افغانستان او تر هغې ورها خوا د خراسان پر تاریخي سیمې متمرکز دی.

د هندو په لیکنه د دې ډلې اصلي هدف دا دی، څو طالبان داسي وښیي چې نه‌شي کولای د دې هېواد امنیت ډاډمن کړي او هم پر ډیپلوماټیکو استازولیو په حملو سره غواړي چې د طالبانو او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکي کمزورې کړي.

هندو ورځپاڼه وړاندې لیکي، د سیمې هېوادونو اټکل کړی چې په اوس وخت کې به د زرو او درې زرو ترمنځ د داعش وسله‌وال په افغانستان کې فعال وي چې شاوخوا دوه سوه یې د منځنۍ اسیا وګړي دي خو یو شمېر نور هېوادونه بیا ګومان کوي چې داعش به تر۶ زرو پورې غړي په افغانستان کې ولري.

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان درستیزوال اناتولي سیدوروف هم په دې وروستیو کې ورته ادعا کړې ده.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له‌مخې نوموړي د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې د داعش د غړیو شمیر شاوخوا شپږنیم زرو ته رسېدلی چې ۴ زره یې تاجکستان پولې ته نږدې ځای پر ځای شوي دي.

خو یو شمېر امریکایي کارپوهانو له‌دې مخکې ویلي و چې، روسیه په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو غړیو د شمېر په اړه مبالغه کوي.

هندو ورځپاڼې د یو شمېر نورو ډلو ترڅنګ د تحریک طالبان پاکستان ډلې فعالیتونوته اشاره کړې او لیکي، دې ډلې چې د اوربند په لومړیو میاشتو کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو حملې کمې کړې وي، دغو حملو ته یې په تدریجي توګه بېرته ځکه زور ورکړی چې په افغانستان کې یې خپل حضور پیاوړی کړی دی.

هندو ورځپاڼه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې یا ټي ټي پي د پیاوړي حضور خبره داسې مهال کوي چې پر افغانستان واکمن طالبان نه یوازې په دې هېواد کې د دې ډلې له حضور څخه انکار کوي بلکې، دا یې هم په کراتو کراتو ویلي چې، هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې نور هېوادونه وګواښي.

ریلیف وېب:

ریلیف وېب انټرنټي خپرونه لیکي، په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز په اړه د طالبانو د فرمان شاوخوا دوه میاشتې پوره کېږي چې دا مسله د دې سبب شوې چې ډېری ښځې او ماشومان په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو سخت ژمی ولري او هم له بشري حیاتي مرستو بې‌برخې شي.

په دوام کې لولو، افغانستان چې د لوږې له تر ټولو سخت بحران سره مخامخ دی، په غیر دولتي مؤسسو کې له کار کولو د ښځو راګرځېدو دغه بحران لا پراخ کړی دی.

ریلیف وېب د ملګروملتونو د ښځو د چارو د ادارې د نوې ارزونې پر اساس لیکلي چې، ۹۳ سلنه مرستندویه بنسټونو او سازمانونو ویلي، د طالبانو له‌خوا پر ښځو د کار کولو بندیز، اړمنو ښځو ته د دوی د مرستو رسولو وړتیاوې اغېزمنې کړي دي.

په دوام کې راغلي چې، په اوس وخت کې ښځې او ماشومان له دغه بحرانه ډېر اغېزمن شوي دي.

ویل شوي چې ۹۶ سلنه هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستي کوي، د محدودیتونو له کبله کافي خوراکي مواد نه‌لري چې ویې خوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG