د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

ایران کې د متقاعدینو د لاریونونو دوام؛ پولیسو یو شمېر نیولي


پرون دوشنبې د ایران د پلازمینې تهران او نورو ښارونو کرج، زنجان، آصفهان، آراک، کرمان، آهواز، مشهد، شیراز په ګډون په لږترلږه شپارسو ښارونو کې خلکو مظاهرې وکړې.
پرون دوشنبې د ایران د پلازمینې تهران او نورو ښارونو کرج، زنجان، آصفهان، آراک، کرمان، آهواز، مشهد، شیراز په ګډون په لږترلږه شپارسو ښارونو کې خلکو مظاهرې وکړې.

د ایران په لږترلږه شپاړسو ښارونو کې د متقاعدینو د اعتراضونو په ترڅ کې د پولیسو له خوا د یو شمېر معترضانو د نیولو راپورونه ورکړل شوي دي.

پرون دوشنبې د ایران د پلازمېنې تهران او کرج، زنجان، آصفهان، آراک، کرمان، آهواز، مشهد، شیراز په ګډون په لږترلږه شپارسو ښارونو کې خلکو مظاهرې وکړې.

د ایران د کارګرانو خپلواکۍ اتحادیې ویلي، چې ټاکل شوې وه په تهران کې د متقاعدینو اعتراضیه لاریون د برنامې او بودجې د سازمان په مخ کې وشي خو د زیاتو امنیتي ځواکونو د حضور له امله یې مخنیوي وشو.

دې اتحادیې ویلي، چې یو شمېر معترضان د ښځینه او نارینه پولیسو له خوا ونیول شول او یوه نامعلوم ځای ته ولېږدول شول.

د پرونیو اعتراضونو ګډونوالو غوښتنه کوله چې په تنخواو کې کې انډول رامنځته او د متقاعدینو میاشتۍ تنخواوې دې لس سلنه زیاتې شي.
د پرونیو اعتراضونو ګډونوالو غوښتنه کوله چې په تنخواو کې کې انډول رامنځته او د متقاعدینو میاشتۍ تنخواوې دې لس سلنه زیاتې شي.

د شیراز د اعتراض په اړه په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یو شمېر معترضان ځیني شعارونه له له ځان سره لېږدوي چې په کې لیکل شوي "زموږ دسترخوان خالي دی."

د راپورونو له مخې په تبریز کې له معترضانو سره نور خلک هم یوځای شوي و او د حکومت ضد شعارونه یې ورکول.

د پرونیو اعتراضونو ګډونوالو غوښتنه کوله چې په تنخواو کې کې انډول رامنځته او د متقاعدینو میاشتۍ تنخواوې دې لس سلنه زیاتې شي.

په وروستیو کلونو کې په ایران کې متقاعدینو، ښوونکو او کارګرانو د خپل معیشت د وضعیت پر وړاندې په کراتو کراتو اعتراضونه کړي دي چې ډېرځلې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

د ایران اقتصاد چې د امریکا له خوا پر دې هېواد د لګول شویو اقتصادي بندیزونو له امله له مخکې ځپل شوی، د کرونا خپرې شوې وبا هم ډېر زیانمن کړی او ویل کېږي د کورونا له امله شاوخوا دوه میلیون کسان بې کاره شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په ایران کې د انفلاسیون یا تورم کچه اوس په سلو کې ۴۵ ده.

XS
SM
MD
LG