د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د ثور اتمه؛ دېرش کاله مخکې په همدې ورځ مجاهدينو پر کابل ولکه وکړه


انځور: ارشيف
انځور: ارشيف

دېرش کاله مخکې له ننه په دې ورځ (د ثور اتمه) د مجاهدینو حکومت په کابل کې واک ترلاسه کړ.

دا حکومت بیا د طالبانو له لورې سقوط شو، خو اوس د همدې ورځې په ویاړ طالبانو د غویي اتمه عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

په افغانستان کې د ثور په اتمه مجاهدین کابل ته ننوتل او په اسلام اباد کې د مجاهدینو د مشرانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې صبغت اله مجددي د دوو میاشتو په مخه د اسلامي دولت لومړی ولسمشر شو.

مجاهدین په داسې وخت کې پر کابل واکمنان شول چې ملګرو ملتونو د افغانستان د سولې پلان جوړ کړی و څو واک په سوله ییز ډول په کابل کې نوي حکومت ته انتقال شي.

هغه وخت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي بینن سیوان په جینوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوروي اتحاد او د امریکا د متحد ایالتونو د استازیو په نظارت د سولې تړون لاسلیک کړ، خو دا سوله ونه شوه او مجاهدینو کابل ونیو.

د ملګرو ملتو د ملاتړ سربیره د نجیب اله حکومت ولې ونه توانېده چې د مجاهدینو مخه ونیسي؟

یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې د ۱۹۸۸ کال د فبروري په ۱۵ د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته په کابل کې د دوی ملاتړی حکومت کمزوری شو.

له دې ډلې یو هم پخوانی پوځي چارواکی جنرال دولت وزیري دی. ده ازادي راډیو ته وویل چې د روسانو تر وتلو وروسته د افغانستان له حکومت سره مرستې کمې شوې او د ډاکټر نجیب د حکومت په وروستیو کې د خوست او رزګان ګازنیزیونو د اکمالاتو د کمبود له عمله سقوط وکړ.

ښاغلی وزیري زیاتوي چې د ۱۹۸۹ کال په ډسمبر کې د دفاع وزیر جنرال تڼي کودتا دا حکومت نور هم له پښو وغورځاوه، خو د ده په باور د نجیب اله حکومت لاهم دومره پیاوړی و چې د ملګرو ملتو له طرحې دفاع وکړي، خو هغه وخت یې ستنې په ړنګېدو شوې چې د دفاع وزارت د مرستیال جنرال نبي عظیمي په ګډون د ببرک کارمل پلویان له مجاهدینو سره ملګري شول.

ښاغلی دولت وزيري وايي: " نبي عظیمي او دا نوره ډله چې ورسره وه دا ټول سره یوځای شول. د دې ترڅنګ دوستم چې د ډاکټر نجیب الله ډیر ملاتړی و د توطیې له مخې یې له احمد شاه مسعود سره اتحاد رامنځته کړ، وکیل چې د بهرنیو چارو وزیر و هغه ولاړ په جبل سراج کې یې له احمد شاه مسعود سره غونډې وکړې. درې ځل جبل سراج ته ولاړ هلته له دوستم، سید منصور نادري، محقق، خلیلي او احمد شاه مسعود ترمنځ غونډې وشوې او د دوی ترمنځ اتحاد وشو".
بل لور ته اسلام اباد د بینن سیوان په مشرۍ د ملګرو ملتو تړون ته ژمن و، نو څرنګه هغه لوری ونه توانېده چې د ملګرو ملتو د سولې موافقه وژغوري. سیاستوال سید اسحاق ګیلاني وایي چې دی له بینن سیوان سره له نژدې همکاره و.

نوموړي په دې اړه وويل: "زه او زما یو څو ملګرو له بینن سوان سره کار کاوه حتی د کابل له رژیم سره له ډاکټر نجیب الله سره چې د قدرت د انتقال چارې ترسره نه شي ماقبل انتقال وشي، ماقبل انتقال په دې معنا و چې شپږ میاشتې دې نجیب الله په قدرت کې پاتې شي له هغې وروسته دې استعفی وکړي او له نجیب الله نه لاندې واکمنان دې دا واک دې بېطرفه خلکو ته وسپاري، داسې بېطرفه چې د ډیموکراتیک ګوند او مجاهدینو لپاره د منلو وړ وي".

ښاغلی ګیلاني زیاتوي چې هغه وخت لویدیځ افغانان یوازې پرېښودل نو د سیمې هېوادو یو ناسم پلان طرحه کړ چې نتیجه یې دا شوه چې په کابل کې کورنۍ جګړو ته لار هواره شي.

د ملګرو ملتو په وینا د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو پرمهال په کابل کې په لسګونو زره ملکیان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG