د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

سنګین: افغانستان کې دومره مسلکي کسان روزل شوي چې اوس بهرنیانو ته اړتیا نشته


د تېر جمهوري حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین
د تېر جمهوري حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین

د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته په طبي، معلوماتي ټکنالوژۍ او مالي برخو کې روزل شوي کسان ولېږي.

د تېر جمهوري حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین د ازادي راډيو د ځوان فکر خپرونې په بحث کې وویل چې د تېر جمهوري حکومت په شلو کلونو کې په بېلابېلو مسلکي او تخنیکي برخو کې دومره افغان ځوانان روزل شوي دي چې اوس اړتیا نه پېښېږي، بهرنيان دې افغانستان ته د کار لپاره را وغوښتل شي.

ازادي راډیو د ځوان فکر د دې اوونۍ په خپرونه کې د عمران خان د وروستیو څرګندونو او په مسلکي ادارو کې د طالبانو د ګومارنو په اړه بحث کړی.

د بحث مېلمانه مو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ پخوانی وزیر ښاغلی امیرزی سنګین، د پوهنتون استاد نجیب الله بهادر، ځوان لیکوال زلمی حلیمي او د تېر حکومت کارکوونکی فدا محمد باران دي.

دا بحث د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:25:30 0:00
XS
SM
MD
LG