د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

د پوهنتونونو ټولګیو کې د هلکانو او نجونو ترمنځ جلاوالي ته منفي او مثبت نظرونه


وسله‌والو طالبانو د پوهنتونونو په ټولګیو کې د هلکانو او نجونو ترمنځ فاصله او پرده لګولې
وسله‌والو طالبانو د پوهنتونونو په ټولګیو کې د هلکانو او نجونو ترمنځ فاصله او پرده لګولې

وسله‌والو طالبانو د پوهنتونونو په ټولګیو کې د هلکانو او نجونو ترمنځ فاصله او پرده ایجاده کړې ده.

ځینو کسانو د ټولګیو ترمنځ دغه جلاوالي ته په منفي نظر کتلي او د جنسیتي تبعیض پیل‌یې ګڼلی دی، ځینو نورو بیا د دې اقدام هرکلی کړی چې نجونې بیا هم کولای شي لوړې زده‌کړې وکړي.

خو د طالبانو چلند په بېلابېلو ولایتونو کې متفاوت دی، د بدخشان چارواکي وايي، وسله‌وال طالبان له اووم ټولګي پورته ټولګیو ته د پرانیستل کېدو اجازه نه‌ورکوي.

اوس اندېښنه دا ده چې د پوهنتون د محصلانو په وړاندې هم ښايي د دوی چلند د وخت په تېرېدو سره بدل شي.

د پوهنتون استاد ایمل صافي نن د ځوان فکر اوونیز پروګرام کې د ازادي راډیو همکار ته وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG