د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

'افغان تاتاران' د خپل هېر شوي هویت د بیا موندنو په هڅه کې!


په کابل کې د افغانستان د تاتارانو کلتوري بنسټ
په کابل کې د افغانستان د تاتارانو کلتوري بنسټ

د افغانستان تاتارانو له سلګونو کلونو را وروسته د خپل هېر شوي هویت د بیاموندنې هڅې پیل کړي دي.

په کابل کې د افغانستان د تاتارانو کلتوري بنسټ ازادي راډیو ته ویلي، هڅه کوي څو د هېواد په ګوټ -ګوټ کې افغان تاتاران له خپل هېر شوي فرهنګ سره اشنا کړي او دغه هېواد کې د تاتاري ژبې د احیا زمینه برابره کړي.

یاد بنسټ په همدې موخه د روسیې د تاتارستان له جمهوریت سره هم اړیکې نیولي دي.

د دغه بنسټ مشر ذبیح الله تاتار وايي چې د افغانستان تاتاران په ۱۲۱۹ میلادي کال کې کله چې خوارزم شاهان په خراسان کې واکمن وو، د روسیې د تورې بحیرې له سواحلو د افغانستان شمالي سیمو ته راکوچېدلي.

هغه وايي، په لومړي ځل تاتارانو د افغانستان په سمنګان ولایت کې ځانونو ته مېنې جوړې کړي.

ذبیح الله تاتار زیاتوي، د جغرافیايي بدلونونو او د چاپیریال د اغېزمنتیا له امله افغان تاتارانو اوس خپله مورنۍ ژبه په بشپړه توګه هېره کړې او پر نورو توکمونو لکه ازبېک، پښتون، تاجیک او هزاره ورګډ شوي دي.

دی وايي افغانستان کې د تاتاري ژبې د بیا دودولو په موخه د افغانستان د تاتارانو کلتوري بنسټ د روسیې د تاتارستان جمهوریت کې د تاتارانو له نړېوال کانګرس سره فرهنګي اړیکې لري.

په کابل کې د افغانستان د تاتارانو کلتوري بنسټ مشر ذبیح الله تاتار
په کابل کې د افغانستان د تاتارانو کلتوري بنسټ مشر ذبیح الله تاتار

ښاغلي تاتار زیاته کړه: "زموږ اړیکې یوازې تر کلتوري مسائلو محدودېږي. د تاتارستان له جمهوري ریاست او کازان کې د تاتارانو له نړيوال کانګرس سره په اړیکه کې یو او موږ ته یې د ژبې د زده کړې پروګرامونه پیل کړي دي."

تاتار په اصل کې ترکان دي، خو ژبه یې د التايي ترکي او مغولي ژبو له ترکیب جوړه ده.

تاتاران د افغانستان په اساسي قانون کې د یوه ځانګړي توکم په توګه نه دي پېژندل شوي.

په اساسي قانون کې راغلي چې د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبېک، ترکمن، بلوچ، پشه‎یي، نورستاني، ایماق، عرب، قرغېز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نور توکمونه څخه جوړ دی.

دې وروستیو کې هڅه شوې چې د تاتارانو قومي هویت په الکترونیکي تذکرو کې ثبت شي.

د افغانستان د تاتارانو د کلتوري بنسټ د معلوماتو له مخې افغان تاتارانو پخوا د محیطي ادغام په دلیل د پښتون، تاجېک، ازبېک او هزاره په نامه د هویت تذکره اخېستې.

دغه هېواد کې د تاتارانو د نفوس دقیقه شمېره نه ده روښانه.

د ذبیح الله تاتار په خبره د افغانستان نورو توکمونو ته اوښتي تاتاران د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې او تر ډېره په سمنګان او بلخ کې ژوند کوي.

دی یوازې سمنګان ولایت کې چېرې چې تر ټولو ډېر افغان تاتاران اوسېږي، د تاتارانو تخمیني شمېره ۲۰۰ زره کسان بولي.

د افغانستان د ملي احصائیې ادارې ویلي چې دغه هېواد کې د قومي تفکیک له پلوه هېڅ ډول سر شمېرنه نه ده شوې او له همدې امله دغې ادارې سره د افغان تاتارانو د نفوس شمېر نه دي مشخص شوی.

د ملي احصائیې ادارې ویانده روئینا شهابي
د ملي احصائیې ادارې ویانده روئینا شهابي

د ملي احصائیې ادارې ویاندې روئینا شهابي ازادي راډیو وويل: "موږ د تاتار قوم د احصائیې او سرشمېرنې په اړه شمېرې نه لرو. خو همدا څو ورځې وړاندې د پر له پسې وړاندیزونو پر بنسټ د تاتارانو هویت هم د الکترونیکي تذکرو د غوښتنې په فورم کې ثبت شوی."

د افغانستان د حکومت په کابینه کې افغان تاتارانو ته کوم لوړ سیاسي موقف نه دی ورکړل شوی، خو دوی په پارلمان کې له سمنګان ولایته یو استازی لري.

ابدال الله محمدي، د افغانستان د ولسي جرګې غړی دی چې په خټه تاتار دی.

ښاغلی محمدي وايي چې د افغانستان تاتاران اکثراً حنفي مذهبه سنیان دي او ډېر محدود شمېر شیعه ګان هم په کې شته.

هغه وویل چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۵ مه نېټه، د تاتارستان د جمهوري ریاست په مرسته افغان تاتارانو ته په کازان کې د تاتارانو د نړیوال کانګرس له لوري په انلاین ډول د تاتاري ژبې د زده کړې یو پروګرام پیل شوی.

ښاغلی محمدي وايي چې د افغانستان تاتاران اکثراً حنفي مذهبه سنیان دي
ښاغلی محمدي وايي چې د افغانستان تاتاران اکثراً حنفي مذهبه سنیان دي

هغه زیاته کړه: "دا یو ښه اقدام دی. تاتارانو اکثراَ خپله مورنۍ ژبه هېره کړې او دا کار د ژبې د بیا احیا په برخه کې مثبته کړنه دی."

په کابل کې د تاتارانو د ټولنیز بنسټ مشر، کمال الدین تاتار ازادي راډیو ته ویلي چې د افغانستان تاتاران د تاتار غږ په نوم یوه نشریه هم لري.

هغه ویلي چې د دغه هېواد د عدلیې او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو سره د تاتارانو ۵ ټولنیز او کلتوري بنسټونه هم ثبت دي.

د کمال الدین په خبره د افغانستان تاتاران د روسیې د تاتارستان له جمهوریت سره نږدې اړیکې لري او د دغه توکم مشرانو له ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسې د تاتارستان پلازمېنه کازان کې د تاتارانو په عمومي غونډو کې څو ځله برخه اخېستې.

د ایران د بهرنیو اړیکو د تاریخ د یوه ژورنال د معلوماتو پر بنسټ د نړۍ په ۲۳ هېوادونو کې کابو ۶۰ میلیونه تاتاران په پاشلي او د وړو قومي ډلو په څېر ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG