د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

غزني کې جګړه ځپلي پښتانه کډوال خپلو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه زده‌کړه غواړي


غزني چې په سلو کې څه باندې ۷۰ وګړي یې پښتانه دي، خو د جګړو له امله له ولسوالیو څخه ښار ته راکډه شوي ماشومان‌یې په خپله مورنۍ ژبه له زده‎کړې محروم دي.

په غزني کې ډېری هغه کورنۍ چې د جګړو له امله له ولسوالیو څخه غزني ښار ته راکډه شوي دي، د خپلو ماشومانو له‎پاره په مورنۍ ژبه د زده‎کړې نه‌ورکولو له امله له مشکل څخه کړېږي، خو د دې تر څنګ دغه ماشومان هم وايي، په یو وخت له دوو زده‎کړو سره مخ دي، هم دري ژبه زده‎کول او هم درسونه.

مدني فعال واحدالله جمعه‌زاده پر دې خبرې له ټینګار سره چې ماشومان تر پردۍ په خپله مورنۍ ژبه په زده‎کړه کې ښه پرمختګ کولای شي، وايي:

"له کلونو کلونو څخه په‎دې هڅه کې یو چې دغه کډوالو ماشومانو ته دې په خپلو مورنیو ژبو زده‎کړې ورکړل شي، خو غږ مو نه‌اورېدل کېږي."

په مورنۍ ژبه زده‎کړې کول د ماشومانو لومړی حق ګڼل کېږي.

په اړه‌یې امین الله بهار وايي:

"دغه ماشومان په یو وخت د بلې ژبې او درس له زده‎کولو سره مخ دي او دا کار ستونزمن دی."

دا چې دغه کډوالې کورنۍ وايي چې مدني فعالان، علماء کرام، مشران او نور خلک دې د ښووونې او روزنې پر ریاست زور راوړي څو په ښوونځیو کې د دري تر څنګ پښتو هم عام کړي، نو د غزني د پوهنې رئیس محب‌الرحمن انصار د تل په څېر بیا هم وعده ورکوي او وايي:

"په پام کې لرو چې دا کار ترسره کړي."

یاده دې وي چې د غزني ښار ته په دا وروستیو کې د سختو جګړو له امله له ډېری پښتون مېشتو ولسوالیو څخه په زرګونه کورنۍ راګډه شوي دي چې ماشومان‌یې له یادې ستونزې څخه کړېږي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG