د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

افغان سوداګرې د خپلو وړو کارونو پراخېدو ته لېواله دي


په افغانستان کې افغان سوداګرې ښځې او صنعتکارانې د خپلو وړو کارونو پراخېدو ته لېواله دي.

لسګونه دا ښځې چې بېلابېلو مجبورېو کارونو ته اړې کړي وايي چې که خلک یې د صنایعو او تولیداتو پلورته لومړیتوب ورکړي تر ډېره به ورسره د افغان ښځو وضعیت ښه شي.

د افغان ښځو ټولنه چې د مېرمنو کاروبارته یې محلي بازار جوړ کړی وايي چې د ښځو په وړاندې شته تاوتریخوالي د ښځو اقتصادي پرمختګ ته هم خنډونه جوړ کړي.

د وړو کارونو لرونکي افغان ښځې او صنعت کارې وايي چې له خپلو فعالیتونو خوشحاله او د کارونو پراخېدو ته لېواله دي.

لسګونه دا کسب ګرې ښځې او سوداګرې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغان ښځو ټولنې له خوا رابلل شوي وې ترڅو خلک یې له کارونو سره لا اشنا شي.

عایشې نومې میرمنې ازادي راډيو ته وویل، د کور پاخه یې په بازار ښه خرڅیږي او کورنی یې له سواله بچ ده.

په افغانستان کې ډيرې ښځې مجبورۍ دې ته هڅولي چې مهارتونه په خلکو خرڅ او خپل ژوند وچلوي.
په افغانستان کې ډيرې ښځې مجبورۍ دې ته هڅولي چې مهارتونه په خلکو خرڅ او خپل ژوند وچلوي.

دی وايي:

"زما د سړي پښه معیوبه ده او کار نه شي کولای ماشومان مو واړه واړه دي نو زه کار کوم نور څنګه وکړو، د کور کرایه جوړ ناجوړ او د کور خوراک کیږي ماشومان اوس مکتب ته لیږلای شو پخوا مو نه شو کولای نه یې پتلون نه یې کتابچه او قلم وو."

په افغانستان کې ډيرې ښځې مجبورۍ دې ته هڅولي چې مهارتونه په خلکو خرڅ او خپل ژوند وچلوي.

افغان سوداګرې د خپلو وړو کارونو پراخېدو ته لېواله دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

د لیلما په نوم بلې میرمنې د افغان ښځو په سیمه ییز بازار کې په لاس ګڼدلي کالي او په خامک جوړې شوي غاړې نندارې ته ایښي.

"دوی ډېر واړه وه چې پلار یې مړ شوی دی ټول ماشومان مې د خپل لاس په حلاله ډوډۍ دا دی لوی کړه او کوم یې."

په سیمه ییز دغه بازار کې چې د افغانستان د ښځو ټولنې له خوا په کابل کې جوړ شوی دا ډول لسګونو ښځو خپل کاروبار نندارې ته وړاندې کړی او له خلکو غواړي چې هڅې یې بې پامه ونه نیسي.

افغاني ګنډ، په لاس جوړې شوې نقشې، کلیمې، بکسونه، د خامک غاړې کورنی کلچې، پیره کي کوچني سوداګریز او ځيني نور توکي هغه څه دي چې افغان مېرمنو ته یې د پرځان بسیا کېدو څرک لګولای دی.

څیړنې ښيي چې د ټولو محدودیتونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو رول ورځ تر بلې پراخ شوی او دوی د کوچینو کارونو څخه د لوېو فعالیتونو په لوري هڅېدلي دي.

د ټولو محدودیتونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو رول ورځ تر بلې پراخ شوی.
د ټولو محدودیتونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو رول ورځ تر بلې پراخ شوی.

د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګیلاني وايي چې په ټولنه کې لا ښځې د تاوتریخوالي سره مخ دي او دې کار دوی له اقتصادي فعالیتونو هم ناهیلې کړي دي.

اغلې ګیلاني وايي:

"په شعار نه شو کولای چې تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي که غواړئ تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي باید د ښځې زده کړو، تعلیم تربیې او کاروبار ته کار وکړو."

د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګیلاني
د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګیلاني

د مېرمن ګیلاني په باور په افغانستان کې زرګونو ښځو کاروبار ته مخه کړې خو که لاسنیوی یې ونه شي دوی به د کار په وړاندې ناهیلې شي.

نوموړي وايي، په هېواد کې د بې وزلي کمېدو لپاره باید خلک د افغان ښځو محصولات، تولیدات او صنایع وپلوري او نورې غریبې ښځې د سوال په ځای کار ته وهڅوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG