د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

پښتانه په بلخ کې په مورنۍ ژبه د زده کړې له نشتوالي شکایت کوي


د بلخ ادبي خوځښت او د ولایتي شورا استازي د ملي یووالي له حکومت څخه غواړي، تر څو په دغه ولایت کې د مختلفو قومونو لپاره د دوی په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي.

د بلخ ادبي خوځښت په لسګونه تنو غړو د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د لمانځنې او د ګوګل څخه د مننې لپاره چې پښتو یې د خپل ژباړې په نړیوال سیسټم کې ورزیاته کړې، د بلخ ولایتي شورا په مقر کې راټول او له حکومت څخه یې په مورنۍ ژبه د زده کړو غوښتنه وکړه.

په بلخ کې پښتانه په خپله مورنۍ ژبه له زده کړو څخه محروم دي.

په دې ولایت کې د بلخ ادبي خوځښت غړي او د ولایتي شورا استازي د ملي یووالي له حکومت څخه غواړي چې په مختلفو سیمو کې هر قوم ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره شي.

د بلخ ادبي خوځښت لسګونه تنو غړو د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په پلمه، او له ګوګل څخه د مننې لپاره چې پښتو یې د خپل ژباړې نړیوال سیستم ته ورزیاته کړې، د بلخ ولایتي شورا په انګړ کې راټول او له دولت څخه یې وغوښتل چې په ګوګل کې د یادې ژبې د لاپیاوړي کولو په هدف له ګوګل کمپنۍ سره په تماس کې اووسي او لازمې مرستې ور سره وکړي.

یادو کسانو له حکومت څخه دا تمه هم څرګنده کړه چې په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه ورته مساعده کړي او په مزارشریف ښار کې دې یوه پښتو لېسه رامنځته شي.

د یاد خوځښت مشر ذبیح الله احساس یې په اړه وايي:

"موږ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د لمانځلو په هدف راغونډ شوي یو، له حکومت څخه غواړو چې د ټولو قومونه په مورنۍ ژبه ورته د زده کړو زمینه هواره کړي او دا زموږ طبیعي حق دی چې په مورنۍ ژبه زده کړو، په هغې لیکنه ترسره کو او ویې پالو."

په ورته وخت کې بیا د بلخ ولایتي شورا استازي هم حکومت د مختلفو قومونو حقونو ته په بې پامۍ تورنوي او وايي چې په شمال زون او په ځانګړي ډول بلخ ولایت کې د پښتنو لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه څنګه چې اړتیا ده، نه ده مساعده شوې.

د بلخ ولایتي شورا غړي ابراهیم خیر اندېش د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت دې غونډې ته وویل چې د ملي یووالي حکومت دې د پښتنو، ازبکانو او ترکمنانو لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي.

ښاغلي خیر اندېش یې په اړه زیاته کړه:

"متسفانه دولت په تېرې یوې لسیزه کې نه دی توانېدلی چې پښتنو، ترکمنو او نورو قومونو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه هواره کړي، موږ له ولسمشر څخه غواړو چې دا یادو قومونو ته دا حق احیا کړي."

باید یاده شي، یوازې بلخ ولایت نه دی چې په کې د پښتنو څخه په مورنۍ ژبه د زده کړې حق سلب شوی، بلکې د فاریاب، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو اوسېدونکي هم شکایت لري چې د دولت د ناغېړۍ له امله، نه شي کولای په مورنۍ ژبه زده کړې ترسره کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG