د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

قریشي: جګړو د امام صاحب ولسوالۍ ګڼې پروژې بندي کړي


د کندز د امام صاحب ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، د جګړو له امله په دغه ولسوالۍ کې د یو شمېر لویو پروژو کارونه بند شوي دي.

د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي ازادي راډیو ته وویل چې یوکال وړاندې په دې ولسوالۍ کې د بیا رغونې پر یو شمېر لویو پروژو په چټکې سره کار جریان درلود، خو د ناامنیو او جګړو له کبله اوس مهال دغه پروژې بند شوي دي او کارونه یې نیمګړي پاتې شوي دي.

ښاغلي قریشي زیاته کړه:

"یو شمېر پروژې تر کار لاندې وې، خو د جګړو له کبله یې کار بند شوی دی او په دې پروژو کې د سړکونو او پلونو جوړول، د کانالونو اېستیل او داسې نورې پروژې شاملي وې."

ولسوال زیاتوي چې دا مهال د دې ولسوالۍ په یو شمېر لویو کلیو لکه، الف بېردي، قرغز، انګورباغ، نغمه بازار، قُرغان تپه، نواباد، ګن‌بز او بُزکش سیمو کې وسله وال طالبان فزیکي حضور لري او کله ناکله خلکوته ستونزي جوړوي.

قریشي همداراز وویل چې په دې ولسوالۍ کې د بیا رغونې پروژو پلي کولو سره په سلګونو ځوانانو ته د کار زمېنه هم برابره شوي وه:

"په دغو پروژو کې له ۴۰ څخه تر۱۰۰ تنو پورې ځوانانو کار کوی، خو اوس مهال ټول بېکاره دي، دولت لومړۍ باید د دې ولسوالۍ امنیت ته پاملرنه وکړي څو خلک په یو ارامه فضا کې ژوندې وکړي او د امنیت په راوستو سره به د نېمګړو پروژو کار هم بېرته پیل شي."

د نوموړي په وینا که چېري دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له حضور څخه نوې تصفیه شوې، نو د بیارغونې پروژې به همداسې نیمګړې پاتې وي.

نوراحمد چې پخوا د شهروان په پروژه کې په کار بوخت و وايي چې د جګړو له کبله د شهروان د پروژې کار بند شوی دی او اوس مهال بېکاره دی او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"پخوا په امام صاحب ولسوالۍ کې د پروژو کار جریان درلود او ټول ځوانان په کار کې مصروفه وو،خو اوس د جګړو له امله ټول خلک در په دره شول، کار نشته بېکاري ده او د خوراکي توکو نرخونه هم ډېر لوړ شوي دي."

د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د امام صاحب ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو او د دې ولسوالۍ یو شمېر مخور ویلې وو چې په دې ولسوالۍ کې د جګړو او ناامنیو له کبله څه باندې ۲۰۰۰ زره کورنۍ بېځایه شوي دي او دامهال له کڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG