د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

"که حاجي قدیر د خپلو څرګندونو په اړه سند وړاندې کړي، ورسره همغږي کېږو"


د افغانستان د مشرانو جرګې ادارې پلاوی وایي؛ په هغه صورت کې چې له داعش ډلې څخه د ملي امنیت شورا د ملاتړ په تړاو ظاهر قدیر اسناد وړاندې کړي؛ دوی به له نوموړي سره همغږي شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا د داعش ډلې د ملاتړ په اړه ادعاوو د مشرانو جرګې د غړیو تند عکس العملونه راپارولي دي.

د دې جرګې یو شمېر غړي وایي؛ پر حکومت او په ځانګړي ډول امنیت شورا باندې دا ډول تورونه کولای شي چې دا هېواد خطرناک لوري ته بوزي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل؛ که چېرې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر دا څرګندونې د اسنادو په اساس وي په هغه صورت کې به مشرانو جرګه له نوموړي سره همغږي شي:

"که حاجي صیب ظاهر اسناد لري مشرانو جرګه یې په خدمت کې ده چې د حقایقو لپاره یې وړاندې کړي او موږ هم ورسره همغږي شو؛ دفعتاً موږ په خپل نظام باوري یو؛ یعنې معنی دا چې زه دا اتهام نادرسته ګڼم؛ اتمر یو مشاور دی، دوی ملت ته په دغو دوه درې نفرو چې هییت یې ټاکلی؛ په دې نه د ملت د ذهنونو د واضح کولو په خاطر دوی خپل ګزارش راټول کړي؛ مشرانو جرګه پدې اړه هېڅ علاقه مندي نه لري؛ بلکې دا ماته یوه هسې ډرامه ښکاري او له دې وړاندې هم داسې ډرامې تیرې شوي دي."

دا خبرې وروسته له هغه مطرح کیږي چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر د تېرې اونۍ د دوشنبې ورځې په عمومي جلسې کې د افغانستان په نظام؛ په ځانګړي ډول د ملي امنیت په شورا کې داعش ډلې څخه د ملاتړ په اړه څرګندونې وکړې.

خو د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د د ښاغلي قدیر څرګندونې بې اساس وګڼلې او هغه یې په شدت سره رد کړې.

ولسمشر غني هم له دغو څرګندونو وروسته یو پلاوی موظف کړ ترڅو دا موضوع په جدي ډول وڅېړي.

خو د مشرانو جرګې غړي وایي؛ که چېرې د نظام په داخل کې داسې کسان وي چې له وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي باید ښکاره شي.

سناتوره فوزیه سادات په دې اړه وایي:

"هر څوک چې اتهام تړي باید سند په لاس کې ولري؛ موږ هم د دغه سند غوښتونکي یو، دوی چې د کومو جاسوسانو خبره کوي باید په دې اړه موږ هم پوه شو."

له بلې خوا د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د شنبې ورځې په عمومې جلسې کې ویلي؛ که چېرې د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر دنده و نه ځنډول شي؛ د جمهور رییس له لوري له ټاکل شوي پلاوي سره به همکاري و نه کړي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر دولتي چارواکو او سیاسي څېرو د حکومت په داخل کې د یو شمېر کسانو له خوا له ترورستي ډلو سره د ملاتړ خبرې کړي؛ خو تر اوسه دغه کسان مشخص شوي نه دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG