د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

ترکیه او د اروپايي اتحادیې مشران د کډوالو پر کړکېچ غور کوي


د اروپایي اتحادیې مشران نن په بروکسل کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د بحران د هواري پرلارو چارو غورکوي.

د اروپایي اتحادیې مشران به ترکیې ته د نغدي مرستو او په دې اتحادیه کې د دې هېواد د غړیتوب په اړه د خبرو د ګړندي کېدو وړاندیز وکړي؛ خو په بدل کې به یې له انقرې څخه غوښتل کیږي چې د کډوالو د بحران په مخینوي کې ورسره همکاري وکړي.

چارواکو وویل چې اروپایي اتحادیه به نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې په سرمشریزه کې په دې موافقه وکړي چې ترکیې ته درې ملیارډ ایرو ورکړي چې اروپا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د بهیر په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.

هغه هېواد ته چې په اوس وخت کې یې د سوریې له کورنۍ جګړې څخه تښتېدلو دوه میلیونه او دوه لکه سوریایانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو به چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پرځای د بروکسل په سرمشریزه کې ګډون کوي؛ دغه راز هغه موافقه ترلاسه کړي چې له مخې یې په ډسمبر میاشت کې د ترکیې او د اته ویشتو غړیو لرونکې اروپایي اتحادیې ترمنځ د خبرو یونوی باب پرانستل شي.

خو د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې داسې ښکاري چې د ترکیې له خوا له سوریې سره په پوله د روسي جت الوتکې د رانسکوېدو پېښه او دا چې د ترکیې ولسمشر اردوغان د بروکسل په سرمشریزه کې له ګډونه ډډه کړې؛ دا به د انقرې او بروکسل ترمنځ خړپړشویو اړیکو کې کړکیچ نورهم زیات کړي.

د اروپایي اتحادیې مشر ډونالډ توسک وویل؛ ده په سرمشریزه کې د ګډون لپاره مشرانو ته په استولي بلن لیکونو کې ویلي چې دغه سرمشریزه به د کډوالو د بحران د پای ته رسېدو لپاره زموږ له هڅو سره مرسته وکړي او هم به زموږ ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یومهم ګام وي.

د بروکسل د سرمشریزې لپاره د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل فشار راوستی و ترڅو له دې لارې پرخپل هېواد د کډوالو او پناه غوښتونکو په برخه کې دروند بار کم کړي او د اروپایي اتحادیې مشر توسک هم په بروکسل کې د تروریستي حملو د ستر ګواښ سره - سره د دغې سرمشریزې د جوړېدو ملاتړ وکړ.

د فرانسپرس په وینا، یواځې سږکال د سوریې له کورنۍ جګړې څخه تښتېدېدلو شاوخوا ۸۵ زره کډوالو او پناه غوښتونکو د اروپایي اتحادیې غړیو ته ځانونه رسولي دي. پردغې خطرناکه لاره هم له درې نیم زرو زیات سوریایان مړه یا هم لادرکه شوي دي.

اروپا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالو او پناه غوښتونکو په برخه کې له داسې ستربحران سره هېڅکله نه وه مخامخ شوې.

پر ترکیې اروپا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د تګ یوه اساسي لاره سپره ده او بروکسل هم له څو میاشتو راهیسې انقرې ته سترګې نیولې دي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي؛ خو د دواړو ترمنځ اړیکې تراوسه ترینګلې دي.

خود فرانسپرس په وینا، دا به نن د هغې موافقې په جزیاتو کې څرګنده شي چې دواړه لوري له یوبل څه غواړي.

اروپایي چارواکو ویلي چې ترکیې ته د میلیارډونو ډالرو مرسته به په دې پورې تړلې وي چې دا هېواد د کډوالو او پناه غوښتونکو د تګ په مخنیوي کې څومره بریالی دی؛ خو انقرې ته د دغو مرستو د ورکولو مهال ویش هم تراوسه نه دی روښانه.

یوې اروپایي سرچینې فرانسپرس ته وویل چې دا معلومه نه ده چې دغه مرستې به په یوه یا دو کلونو کې ترکیې ته ورکول کیږي؟ هغه به څو مرحلو کې وي؟ په دې برخه کې ښایي د بروکسل په سرمشریزه کې بیاهم ځینې مسایل مبهم پاتې شي.

خو ترکیه په عین حال کې دې ته هیله منه ده چې په نننۍ سرمشریزه کې به اروپایي اتحادیه د دې هېواد د غړیتوب پروسه مخ ته یوسي.

ترکیې او د اروپایي اتحادیې چارواکو ویلي چې په سرمشریزه کې به موافقه وشي چې د ترکیې د غړیتوب د پروسې اولسم فصل فعاله کړي هغه فصل چې پراساس یې د ډسمبر میاشتې ترنیمایي پورې د دې هېواد اقتصادي او مالي پالیسۍ ارزول کیږي.

XS
SM
MD
LG